یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
د نړۍ تاریخي ښارونه (سمرقند – ازبکستان)
ژباړه: شریفه تره کي
سمرقند ډېر نفوس لرونکی ښار ده. چې نږدې ۵۱۴۰۰۰ کسان نفوس لري. د ۲۰۱۹م کال د وړاندوینې له مخي د ازبکستان دوهم لوی ښار وبلل شو. د دې ښار اکثریت اوسېدونکي په فارسي او تاجکي ژبو خبرې کوي، دا ښار په منځنۍ اسیا کې د تاجکانو تر ټولو تاریخي ښار هم بلل کېږي.
په ۲۰۰۱م کال کې یونسکو دا لرغونی ښار د نړۍ کلتوري میراثونو په لیست کې شامل کړ.
که څه هم د دې ښار د بنسټ ایښودني مستقیم اسناد نشته، خو د ځینو نظریو له مخي، چې د دې ښار بنسټ له میلاده د اوومې او اتمې پېړۍ په منځ کې ایښودل شوی دی. او دا ښار د ابریښم په ناحیه کې د چین او مدیترانه بحیری ترمنځ موقعیت لري.
د پارس هخامشی شاهنشاهی په وخت کې سمرقند د ساترایي سغدیان پلازمینه و.
مخکي له میلاده هغه وخت چې دا ښار په یوناني نوم (مراکنده) پېژندل کیدو، د اسکندر ګجستک په واسطه په ۳۲۹ کال کې ونيول شو. او تر ډیره وخته دا ښار د ایراني او ازبکي حکیمانو له لوری اداره کیدل. خو تر هغه وخته چې د جنګیز خان د فرمان له مخي مغولانو په ۱۲۲۰ کې سمرقند ونیول.