یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
ویدي پیر (دور) کې د ښځو حال (دویمه برخه)

ژباړه او راټولونه: حمایت ارمان
چاڼکیه نیتي (قوانین) د ښځو د پیژندلو په اړه داسې لارښوونې کوي:
1.دروغ ویل، پرته له فکره خبرې کول، فریب، حماقت، طمع، ناپاکی، او بې رحمي د ښځو فطري عیب دی.
2.له شهزداګانو څخه تهذیب او اخلاق، عالمانو څخه خوږه ژبه، د قمار بازانو څخه دروغ ويل او له ښځو څخه بايد مکاري زده شي.
3.اور، اوبه، مطلق جاهل، مار، شاهي کورنۍ او ښځه د هلاکت او تباهي سبب کیدلای شي. باید هوښیار اوسو.
که د چاڼکیه نیتي مطالعه وکړو نو داسې نورې ډیرې بیلګي پیدا کولای شو پکې چې ښځه يې د فریب، چلبازۍ او د دوکې یو سمبول ګڼلی دی. په چاڼکیه نیتي کې ښځه یوازې د نارینه د بربادۍ او تباهۍ سبب ګڼل شوې ده.
په ویدک کال کې ښځه يوازې د جنسي اړتیا د پوره کولو ذریعه ګڼل کیده. د لوړې طبقې خلکو به د ټیټې طبقې ښځې خپل ملکیت ګڼلو او د دین په نوم باندې به یې ورسره جنسی اړیکې نیولې.
په مهابهارت کیسه کې یو خوا د دروپدي** د عزت او وقار لپاره جنګ وشو خو بله خوا همدا دروپدي پنځه میړونو په قمار کې وبایله او په ډک دربار کې یې د بربنډولو کوښښ وشو.
په ویدک زمانه کې یوازې دا نه چې د لوړې طبقې والا کسانو د خپلې جنسي اړتیا پوره کولو یوه آله ګڼله بلکې خپلوانو یې هم ورسره جنسي اړیکه نیولی شوه.
1.د وششټه لور شتروپا، وششټه خپل میړه ګڼلو او هغه سره اوسیده. (بری ونش، باب ۲)
2.د برهم دیو لور برهم دیو خپل زوی ته په نکاح کړه او نارد ترې وزیږيد. (بری ونش، باب۳:۸)
3.ښځې به يې لږ وخت لپاره په کرایه هم ورکولې راجه ییاتي خپل استاد ګاول ته خپله لور مادهوي په تحفه کې ورکړه. ګاول دا جلۍ په مختلفو وختونو کې دریو راجاګانو ته په کرایه ورکړه. له دې نه وروسته یې نکاح لپاره وشوا متر ته ورکړه. د لور د پیدایښته پورې ورسره پاتې شوه، او بیا استاد ګاول خپل پلار ته وسپارله. (بری ونش پران، باب ۳)
4.له (کنیه) ويی (لغت) نه چې نن کومه مانا اخیستل کیږي په ویدک زمانه کې د دې مانا او مطلب بدل وو چې د ویدک زمانې د برهمڼ تهذیب عکاسي کوي. کنیه هغه جلۍ ته ویل کیده چې هر سړي سره یې ازادنه کولای شو جنسي اړیکه ونیسي. کنتي چې په مهابهارت کې د پانډوو مور ده. کنتی د واده نه مخکې څو بچي لرل چې په هغوی کې یو کرن هم وو. (نو بهارت ټائمس، ۲ نومبر ۲۰۱۱)
5.د هندو پرانونو او نورو مذهبي کتابونو په اساس برهما خپل لور سره زنا وکړه او خپله میرمن یې ګڼله. وشنو له انوسویا سره او شیو له موهني سره په زور زنا وکړه.
په هندو ټولنه کې ځينې بیا نور داسې دودونه او رسمونه وو چې د مندر او د مذهب په نوم باندې برهمڼو خپلو مادي او معنوي ګټو لپاره جوړ کړي وو او تر ډیره دا دودونه د ټیټې طبقې پر خلکو عملي کیدل چې مستقیمې او غیر مستقیې ګټې به یې برهمڼو ته رسیدلې. د هندوستان برهمڼ طبقه چې ویدک زمانه د هند یو طلایي دور ګڼي په هغې کې د کونډې او شنډې ښځې څه حقوق وو او څنګه رویه ورسره په ټولنه کې کیدله. د اخلاقو او حیا څه معیار وو.
مخکې برخه:
راتلونکې برخه: