یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
سږ کال د عاشقانو ورځ په افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان شوي
د فبروري ۱۴ مه چې سږ کال د دلو میاشتي له ۲۶ مې سره برابریږي، هر کال په نړۍ کې د عاشقانو د ورځي په نامه نمانځل کیږي.
په دې ورځ کې ډېری هغه کسان چې عاشقان دي، خپلو معشوقو ته ډالۍ ورکوي. په افغانستان کې هم دا ورځ تر ډېره په ټولنیزو رسنیو کې نمانځل کیږي، خلک یو بل ته مبارکیانې ورکوي. خو برعکس ځیني خلک بیا د دې ورځي له نمانځني سره حساسیت هم لري او وايي چې، د دې ورځي نمانځل ناروا دي.
سږ کال د عاشقانو ورځ په افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان شوي، دا رخصتي د عاشقانو د ورځي یا ویلنټاین په تړاو نده اعلان شوي، بلکي په دې ورځ چې د دلو(۲۶) مه ده، له افغانستان څخه څو کاله وړاندي په همدي ورځ د شوروي سرې لښکرې وتلي دي.
سږ کال د عاشقانو د ورځي او د شوروي لښکرو د وتلو تر منځ جالب تصادف رامنځته شوی دی. راتلونکي یکشنبه به په افغانستان کې عمومي رخصتي وي، له دې رخصتي څخه به هغه خلک چې ویلنټاین نمانځي، ښه خوند واخلي.