یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
که افغانستان کې ژوند کوئ، نو مطالعه وکړئ! | لیکنه: جانداد جهاني
تاسو باید مطالعه وکړئ؛ ځکه افغانستان کې که تاسې هر بل کار کوئ، مولدیت مو تر نورې دنیا لسگونه ځکه ښکته دی. پۀ یوازینۍ برخه کې چې مو مولدیت تر نورو هیوادونو کم نۀ دی، هغه مطالعه ده.که دلته یو کتاب ولولئ یا جاپان کې تقریبأ عینې وخت نیسي او په عینې اندازه مو پوهه زیاتوي. خو د لوستلو بیه یې فرق کوي.
فرض کړئ بریالي دا فرصت لري چې هم کاناډا کې ژوند وکړي، هم افغانستان کې، که هغه کاناډا کې یو ساعت مطالعه کوي، مجبوره دی، چې هغه حد اقل مزد، چې هر ساعت کې شل ډالره دی، له لاسه ورکړي. یانې هر ساعت مطالعه هغه ته په شل ډالره یا تر دې هم گرانه تمامیږي.
که نوموړی د تفریح او مطالعې تر منځ په انتخاب مجبور وي؛ په مطالعې سره هغه د تفریح ستر فرصتونه له لاسه ورکوي. فرض کړئ د اونۍ په اخر کې هغه دوه پلانونه لري اول دا چې: فرانکیسټاین ناول وگوري، دویم دا چې د نیگارا له ځړوبي (آبشار) څخه لیدنه وکړي.
که چیرته بریالي ته د نیګارا آبشار لیدل زر ډالره ارزښت ولري، نو د فرانکیسټاین لوستل هغه ته پۀ زر ډالره تمامیږي.
خو برعکس که بریالی پۀ افغانستان کې ژوند کؤي. د یو ساعت پۀ مطالعې سره هغه نږدي ۵۰ افغانۍ له لاسه ورکوي ۵۰ افغانۍ حد اقل مزد نده خو اکثره د متوسطو مهارتونو لرونکي افغانان په ساعت کې نږدې ۵۰ افغانۍ درامد لري. که بریالی وغواړي د اونۍ اخر کې د چکر او مطالعې تر منځ انتخاب ولري، هغه کولي شي بند آمیر، دره نور، آد مامد یا پغمان د چکر لپاره انتخاب کړي، چې بریالي ته ددې چکر ارزښت ۱۰۰۰۰ افغانۍ دي یا بۀ هم فرانکسټاین ناول لولي.
د فرانکسټاین ناول په لوستلو بریالي پۀ افغانستان کې د لسو زرو په ارزښت چکر له لاسه ورکوي، خو که دا کار پۀ کاناډا کې کوي، د زر ډالرو ( اتیا زره افغانیو ) پۀ ارزښت چکر لۀ لاسه ورکوي.
د بریالي مطالعه پۀ کاناډا کې پۀ یو ساعت کې ۲۰ ډالره فرصتي مصارف لري، چې نږدې ۱۶۰۰ افغانۍ کیږي، خو افغانستان کې یوازې ۵۰ افغانۍ یا تر دې کم دي.
نو بناً که بریالی لږ عقل هم ولري، ورته لازمه ده، چې افغانستان کې ټول وخت پۀ مطالعه یا هم تر مطالعې پۀ ارزښتمنو کارونو تېر کړي؛ مگر پۀ کاناډا کې باید یا کار وکړي او چکر ووهي، یا تر کار ارزښتمنده مطالعه وکړي.
تاسو هم که افغانستان کې ژوند کوئ، حتمآ بۀ نسبت کاناډایانو ته زیات وخت لرئ، نو پۀ داسي څۀ یې مصرف کړئ، چې فرصتي مصارف مو پکې کم وي او نسبي مزیت ولري او زما په فکر هغه مطالعه او د پوهي کسب او دانش ګستري ده.
نوټ: ارزښت یوه ذهني موضوع ده او اندازه کول یې نسبتا سخت او حتي ناممکن کار دي، ممکن یوه کاناډایي ته د نیګارا ننداره دولس افغانۍ ارزښت هم ونلري، خو د بکوا او ګامبیري د دښتې لیدل ورته اتلس زره ډالر ارزښت ولري.
موږ دلته د یو افغان له دیده ارزښت اټکل کړی دی.
بل نوټ: د کاناډایي ډالر ارزښت اتیا افغانۍ نۀ دی. دلته مو د مثال پۀ توګه اتیا ډالر حساب کړی دی. دقیق قیمت یې نن ورځ سرای شهزاده کې ۵۹،۶۵ افغاني وو.
درېیم نوټ: افغانستان کې حد اقل مزد پۀ یو ساعت کې ۵۰ افغانۍ نۀ دی، خو که د متوسط درامد لرونکي درامد پۀ ساعتونو تقسیم کړو، تقریباً همدومره کیږي.
دا چې دلته د کار موندل زیات سخت او بیکاري زیاته ده، اکثره کسانو ته مطالعه بیخي مفته تمامیږي، نو بناً
پۀ مطالعې وخت ضایع کول د وخت تر ټولو ښه استفاده ده.
څلورم نوټ:
یوازې مطالعه نۀ؛ بلکې فکر کول هم مهم دي. کنفوسیوس بۀ ویل: بې لۀ فکر کولو مطالعه بې گټي او بې لۀ مطالعې فکر کول خطر ناک دي. ډیټا پۀ خپل ذات کې تر هغو ارزښت نۀ لري، تر څو چې تحلیل او پروسس شوي نۀ وي. که چیرته تاسې مطالعه کوئ او هر څۀ مو د حافظې ګدام ته بې له فکر کولو اچوئ، هېڅ گټه بۀ درته ونۀ کړي. هسی بۀ مو وخت ضایع کړی وي، خو که مطالعه وکړئ، ورسته یی تحلیل کړئ، مشخصې نتیجې ورڅخه را وباسئ او پۀ اړه یی فکر وکړئ؛ ایله بۀ مو پۀ سمه مانا مطالعه کړي وي.
پنځم نوټ: که پۀ کلیو کې ژوند کوئ، باید د ښار تر خلکو ډېره مطالعه وکړئ؛ ځکه که هغوی مطالعه ونۀ کړي، نور ارزښتمن کارونه هم شته، چې ترسره یې کړي. لکه لنډ مهاله کورسونه نیول،جیم ته تلل، علمي مجالسو کې اشتراک او مدني غونډي نیول.
خو کلي کې له بیډیو (سپښتو) او مردکیو (توشلو) پرته درې نور ارزښت مند کارونه شته، چې کولی یې شئ یو یې د خوسي (غوایي) لوبه ده، بل یې د سخوټانو لوبه (پۀ تیږو د بوټونو ویشتل او شکول دي) بل او تر ټولو اسانه او جذاب یې د پیتاوي غیبت دی.
د شیکاگو، اترېش او نیو کلاسب مکتب اقتصاد پوهان دا پورته کارونه یو هم تاسو ته نۀ تجویز کوي.