عبدالرحیم ایوبي: ملا کاکا راسه د ولسواکۍ اتڼ وګوره

 عبدالرحیم ایوبي: ملا کاکا راسه د ولسواکۍ اتڼ وګوره

د ولسي جرګې پخواني غړي او د متحد ملت ګوند مشر عبدالرحیم ایوبي پخپله فیسبوک پاڼه د خپل اتڼ یوه کوچنۍ ویډیو خپره کړي او ملایانو ته یې بلنه ورکړي، تر څو د نوموړي اتڼ وګوري او خوند ځیني واخلي.

نوموړي خپل دې اتڼ ته د ولسواکۍ د اتڼ نوم ورکړی او لیکلي یې دي:

“ملا کاکا راسه د ولسواکۍ اتڼ وګوره، خوند ترې واخله. موقت حکومت به بیا خبري وکړو اوس وختي دی”.

همدارنګه نوموړي په دې لنډ پیغام کې د موقت حکومت په تړاو هم خپل نظر څرګند کړی دی. عبدالرحیم ایوبي ویلي، د موقت حکومت لپاره لا تر اوسه وختي دی.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *