ولسمشر غني څه باندي دوه سوه مشاورین لري

 ولسمشر غني څه باندي دوه سوه مشاورین لري

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخواني وزیر سید احمدشاه سادات پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې، ولسمشر غني څه باندي دوه سوه مشاورین لري.

د نوموړي په خبره چې په دې کې داسي مشاورین هم شته چې هیڅ یې له ولسمشر سره مخامخ ندي لیدلي. همدارنګه نوموړي ولسمشر ته په همدي برخه کې یوه مشوره هم لیکلي. نوموړي لیکلي: جلالتمآب ولسمشر ته یوه مشوره:
څه باندې دوه سوه مشاورین لرې اما داسی مشاورین هم شته چه په کال کې یو ځل وسره لیدل مو ندي شوي او دوی د دولت له خزانې پوره امتیازات اخلي.
نو که چیرته په ارګ کې د مشاورینو په نوم یو سرمشاوریت دفتر جوړ کړې او ټول مشاورین د دغه دفتر د لارې منسجم او طبقه بندي شي او ټولو عمده او مهمو ملي مسایلو کې دغه مشاورین د سرمشاوریت دفتر ته راپور او مشوری ورکړي او بیا سرمشاور تاسې محترم جناب ته هفته وار مشورې وړاندې کړي نو هم به د ستاسې تصامیم د مشورو پر اساس وي او هم به دغه بیکاره مشاورین په کار واچول شي.
اوس خو مشاوریت صرف یو امتیاز دی او د کار درک یی نشته.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *