یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
روشنګرۍ کې د وردګو هویت په تتېدو دی
هارون سمون
پر یوه ټولنه چې څومره مذهبي اختناق حاکمېږي، په هموغومره کچه د اړوند ټولنې اوسېدونکي په شدت له دینه زړه توري او حتی د بېدینۍ تر کچې منحرف کېږي. تقریباً د وردګو پر ټولو ولسوالیو شل کاله پنجاب حاکم دی، پر خلکو چپه مېچن ګرځوي. هلته خلک دومره وځپل شول، چې د طالب پر وړاندې غږ اوچتهول بېخي ناممکن شوي دي. بلخوا له بدهمرغه وردګ په اقتصادي لحاظ یو کاملاً لوېدلی ولایت دی، څوک چې پدې ولایت کې لږ هم پیسهداره شي، ډایرېک له وردګو وزي؛ ځکه په وردګو کې ژوند کاملاً د سنګدور د وخت دی. روغتیايي خدمات نشته دي، برق نشته، سرکونه خام دي، بازارونه نه لري، سپېره ډاګ دی، اوسېدونکي یې، په کچالیو، اوړو او بوټي ګذاره کوي. ګرد اوړی بوټي کوي، دهقاني کوي، ځدرانو کې خټې کوي، ژمی د جومات پر ګرمه تبۍ ناست وي، دا د سنګدور وخت دی کنه دی؟
له بدهمرغه تېږه د غریب پر سر لوېږي، د خدای عذاب ته هم غریب برابر شي. دا څو کاله پدې ولایت کې فصلونه سیلابونه لاندې کړي، چې څنګه غنم ورسېږي، ایسته بارانونه وشي، سیلونه راشي، نیم غنم یوسي، نیم له خړو سره پایمال شي، پاتې هغه د څو اونیو سرپه بله پسې بارانونه له وجې په وږو کې خثی شي. عام خلک یې منیکه په نس ماړه وي. ددې ولایت علمي پوزیشن کچ کړه؛ خو دا قوم سم نیم په غرقېدو دی. نوی نسل یې تباه او دربدر دی. اقتصاد یې صفر دی. ځوانانو یې چې تحصیل کړی، څوک ایران کې وشکېدل، څوک ټالېبان شوي، څوک د ټالېب له ویرې له کورنيو کلونه کلونه لرې دي، ښارونو کې ډۍ په ډۍ ګرځي، چا چې لږ اقتصاد درلودلی، هغوی کابل ته راتښتېدلي. قومي سیسټم پکې ضعیف شوی، ټالېب پرې حاکم دی، چپ څوک نشي ورکتلی؛ څنګه یې چې زړه غواړي هغسې حکومت پرې کوي. د سر سړي یې ورک شول، د خبرې څوک یې نشته، پدې ولایت کې د جلګې په نوم یوه ولسوالي ده، آن نوم یې ورک شو، دوه کاله مخکې دا ولسوالي ټالېبانو له بېخ وښکه، دیوالونه یې ړنګ کړل. تر ۱۰۰ زیات اردو او پولیس ټالېبانو ژوندي ونیول، پټیو کې یې وویشتل، بدنونه یې خثی شول، څو وخت د نږدې کلو ډېری خلک له ویرې، وینو او انساني وحشتونو رواني شول، خدایکه فسبوک کې چا یاد کړي وي له ډاره، څو رسنیو یې یوازې د نیولو خبر خپور کړ، خو پر ستر انساني ناورین تبصره ونشوه.
بیا وایم، څومره چې پر یوه ټولنه مذهبي اختناق حاکمېږي همغومره خلک له دین زړه توري کېږي؛ دا اوس چې حساب راواخلې د وردګو سم نیم لوستی نسل سیکولار شوی دی؛ خو ولاکه د فکر خبره ترې راوباسې؛ څه دي «طالب یې مړ کېوي». خانه دې خرابه شه؛ مرګ خو حق دی؛ پر طالب دې خلک پېژني، را میدان ته شه، خبره وکړه. د مدنیت مبارزه کې ځانته هویت ثابته کړه. دا د نورو اقوامو ځوانان ولې نه وژني؟ ستا مضر احتیاط او محافظهکاري به د دې لامل کېږي، چې څنګه دې د فکر سړی خبره کوي، طالب به یې سرکوبوي؛ ځکه ته سکوت نهشې ماتولی، د پوښتنې څوک دې نشته، د خبرې خلک د طالب له وېرې خاموش دي.
د طالب دومره ویره ده، د دې ولایت د لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي چې کابل ته راځي، یا له کابله ځي، د مړز د ځالې غوندې وړه د جالۍ خولۍ جېب کې وړي راوړي، ترڅو په لاره کې له طالب سره مخ شي، پر سر یې کېږدي. آخر دومره ډار ولې؟
هلته ښوونځیو کې ملایان او طالبان په وچ زرو معلمان دي، تر دې ستر ظلم به لا څه وي.
دا ریښتیا ده، چې وردګ د رمې خاصیت لري، چې پښې دې ورته ودربولې ټول تښتي. دا اوس یې هم کابل کې مېشت مشران دا خبره په زغرده او پرته له دې چې وشرمېږي کوي یې، چې وردګ ډېر ښه خلک دي، بې غرضه ده. دې خبرې د وردګو سترګې ورتړلې دي، ځکه خو په ګردو وردګو کې داسې سړی نشته، چې جدیت ولري، خبره وکړلی شي او د وردګو لپاره یو څه وغواړي. خبره د خاورې نه ده، چې ګني د وردګو چاپېریال او هوا دغسې ده، چې یو بدماش او د خبرې سړی نه پکې پیدا کېږي؛ خبرې د دې ده، چې وردګ ډاران آموخته شول. علیپور هم د وردګو دی؛ بدماشۍ ته وګوره، د بسته نظام او دولت پر وړاندې ودرېد، له دې خبرې هدف دا ندی، چې وردګ دې د دولت پر ضد لا د طالب ملاتړ ته دوام ورکړي، هدف دا دی، چې لږ غیرت له نورو باید زده کړل شي. پردي طالبان، وزیر، کوچیان، چټان او نور بې پلار بې موره شړل شوي وردګو کې ښکته پورته کېږي، خدایکه څوک چپ ورکتلی شي. پښتو چېرې، ایمان چېرې، غیرت چېرې؟
وردګ روڼاندي باید نور سکوت مات کړي، که څوک وايي کوم دې روڼاندي، دوی ته به ووایو دومره دي، چې ولاکه د ډېری سترو ولایتونه وي، په مستعارو اکونټونو دې فعالیت نه کوي، رامیدان ته دې شي، د افراطیت او طالبېزم نقد دې له رسمي ادرسه وکړي. طالب به وي یا نه، افراطیت په افغانستان کې وروستيو ۳۰ کلونو کې سم بنسټیز شو، د دې پر وړاندې به پښتانه روڼاندي تنقیدي ادبیات وکاروي، ترڅو د افراطیت رېښي، چې له پاکیستانه راغزېدلي او ستا په دیني مدرسه کې سر را ایستلی غوڅې شي. لا هم ستا افراطي عقیده لري، چې مسلمان دې د خټو په کورونو کې وه اوسېږي خو اسلام دې وي. تر څو چې دا فراطي داسې عقیده خپلوي، چې اسلام دې هم وي، د نړۍ سره دې سیال هم وم، ډېر مزل پاته دی، باید قرباني ورکړو، کار وکړو، ذهنیتونه جوړ کړو. پدې مبارزه کې که وردګو ونډه وانخیسه، خدایمکړې په طالبانو به یې لوستي مشهور وي، لکه اوس چې دي مشهور.
دا چې وردګو کې عمومي ټالبي تفکر عام دی، او اوس د دین ساتنه وردګو ته ورله غاړې ده، لامل یې دا دی، چې پر وردګو پنجاب حاکم دی؛ پنجاب غواړي، چې کابل ته نږدې وي، ځکه یې پدې ولایت کې نفوذ زیات دی؛ ګني وردګ دومره د فکر خلک او سېکولار نسل لري، چې آن لوی ولایتونه یې نه لري. ستونزه دا ده، چې د فکر سړی له وردګو تښتي، هلته نو فضا ټالب ته خالي شي.
نو چې د فکر سړی دې خپله ټولنه کې نه وي، مشران دې د خره په نرخ بې غیرته وي، اقتصاد دې صفر وي، له وردګو وتي له ډاره ونه وایي چې وردګ یم، هلته عام فکر خپله ټالباني کېږي.
موږ پر محیطي جبر داسې عقیده لرو لکه د قیامت په ورځ. دا ته که جهنم وردک کې زیږیدلی وی، اوس به دې ځبړه ږیره نیولې وه او په سوټي د نړۍ نیولو آرمان به دې درلود.
یوویشتمه کې اقتصاد، تر دین، قومیت، فرهنګ او نورو ټولو ارزښتونو اول دی، چې پیسه دې نه وه، د هېچا زوی هم نه یې، ولوکه کعبه کې زیږېدلی وې.