هند افغان زده کړیالانو ته ۱۰۰۰ بورسونه ورکړي؛ پوره معلومات یې دلته ولولئ

 هند افغان زده کړیالانو ته ۱۰۰۰ بورسونه ورکړي؛ پوره معلومات یې دلته ولولئ

د هندوستان سفارت په یوه ټویټ کې ذکر کړي چې دا تحصیلي بورسونه د لیسانس، ماسټري او دوکتورا زده کړیالانو لپاره دي، چې د ۲۰۲۱ – ۲۰۲۲ تحصیلي کال لپاره په نظر کې نیول شوي. د هند (ICCR) فرهنګي اړیکو شورا وایي چې دا تحصیلي بورسونه د هند بهرنیو چارو وزارت له لورې تنظیم کېږي.

په کابل کې د هند سفارت خبر ورکړی، هغه کسان چې غواړي دې بورسونو کې نوملیکنه وکړي، کولای شي د روان کال له کب میاشتې یا هم د مارچ میاشتې کولای شي خپل غوښتنلیکونه ولېږي.

یاد بورسونه به نور کلونه د کال په لمړۍ میاشت یا جنوري کې اعلانېدل، او په جون، جولای او اګسټ میاشتو کې به یې زده کړیالان دې هیواد لېږل، خو روان کال د کورونا له امله وځنډېدل او د مارچ میاشت کې اعلان شوو.

هند له څو کلونو را پدېخوا هر کال د افغان زده کړیالانو لپاره په بېلابېلو تحصیلي برخو کې په زرهاوو تحصیلي بورسونه ورکوي، چې د هغوی له ډلې څخه یو یې هم د (ICCR) بورسونه دي.

د دې بورسونو له لارې اوس هم د هند په بېلابېلو پوهنتونو کې په زرهاوو افغان زده کړیالان په زده کړو بوخت دي.

هند له هغو هیوادونو څخه دی چې د افغان زده کړیالانو د زده کړې کچې د لوړولو په موخه بېلابېل بورسونه ورکوي او د هغه تر څنګ یې په نورو تعلیمي برخو کې هم پانګونه کړې ده. او له ۲۰۰۱م کال راهیسي هند په افغانستان کې درې میلیارده ډالر په بېلابېلو پروژو مصرف کړې دي، چې د هغې له جملې څخه د پارلمان نوی جوړ شوی تعمیر، سلما بند، احداث بند او د زرنج دلارام منځنۍ لار یادولای شو.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *