ولسمشر غني، په هند کې د چشتي زیارت ته څادر ډالۍ کړ

 ولسمشر غني، په هند کې د چشتي زیارت ته څادر ډالۍ کړ

د خواجه معین الدین چشتي (غریب نواز) مزار د هند د اجمیر شریف په سیمه کې موقعیت لري. دې زیارت ته هر کال د عرس د پيل په ورځ د نړۍ د یو مهم هېواد، مهم شخصیت او یا هم کوم ولسمشر له لوري څادر یا شال ډالۍ کیږي. سږ کال د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دا کار ترسره کړی دی.

ولسمشر غني لمړنی افغان ولسمشر دی چې، دې زیارت ته څادر ډالۍ کوي. دا څادر د هند د لمړي وزیر مودي له لوري دې زیارت وړل شوی دی. معین الدین چشتي چې په (غریب نواز) هم مشهور دی، په برصغیر هند کې یې د اسلام د مقدس دین د خپراوي او تبلیغ لپاره ډېر کار کړی دی. نوموړي ډېری وګړي په دې سیمه کې د اسلام دین ته رابللي دي.

د معین الدین چشتي په اړه داسي روایتونه شته چې، نوموړی د افغانستان دی او په افغانستان کې جنوبي هرات ولایت اصلي اوسیدونکی دی. نوموړي د خپل ژوند په مهال اوسني هند ته سفر کړی او هلته یې په ځینو یې زده کړي هم کړي او د هغه ترڅنګ یې په هند وستان کې د اسلام دین ته تبلیغ هم کړی. د نوموړي د دې تبلیغ په ترڅ کې ویل کیږي چې، ګڼ خلکو د اسلام دین قبول کړی دی.

د هغه ترڅنګ اوس په هند کې د معین الدین چشتي زیارت ډېر مشهور دی او ډېری وګړي د نوموړي زیارت ته ورځي. ډېری هغه وګړي چې هند ته له نورو هېوادونو څخه په سیاحتي سفرونو راځي، هغه هم دې زیارت ته ورځي. په هند کې ډېری دا ډول زیارتونه او تاریخي ځایونه نور هم شته. هغه وګړي چې دې هېواد ته په سیاحتي سفرونو راځي، له همدې تاریخي ځایونو څخه لیدنې کوي. چې یو له هغوی څخه د معین الدین چشتي زیارت دی.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *