یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
درې افغانان د ای پي ایل په یوه لوبډله کې؛ د نبي او مجیب چانس کم شو
د افغانۍ لوبډلي پیاوړی توپ اچوونکی مجیب الرحمن د اي پي ایل تجارتي لیګ کې د حیدر اباد لوبډلي له لوري په ۱۵۰ هندي روپیو واخیستل شو.
مجیب په ۲۰۱۸، ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰م کلونو کې له پنجاب لوبډلي سره یو ځای وو، هغه په ۲۰۱۸م کال کې ۱۱ لوبې وکړي، په ۲۰۱۹م کال کې ۵ او په ۲۰۲۰م کال کې بیا یوازې دوه لوبې وکړې.
حیدر اباد لوبډله کې به د راشد خان او نبي عیسی خېل تر څنګ روان کال مجیب الرحمن هم ولوبېږي. خو زیات امکان لري، چې حیدراباد لوبډله به مجیب ته په ډېرو کمو لوبو کې چانس ورکړي.
ځکه د ای پي ایل په لوبو کې هري لوبډلي ته یوازې د څلورو بهرنیو لوبغاړو د لوبولو اجازه شته، نو د حیدر اباد لوبډلي لپاره به د تېرو کلونو په څېر ډیویډ وارنر د لوبډلمشر په توګه په هره لوبه کې وي، او دوی راشد خان هم له لوبي نشي کېنولای. نو له دې امله د نبي او مجیب د لوبېدو چانس یو ځل ډېر کم دی.