نجیبه فیض: په افغانۍ رسنیو کې مې د ویاندويې متفاوت طرز رامنځته کړ

 نجیبه فیض: په افغانۍ رسنیو کې مې د ویاندويې متفاوت طرز رامنځته کړ

نجیبه فیض، چې له څه وخته راهیسي یې له ځینو مهمو رسنیو سره کار کړی، ویلي: په افغانستان کې د رسنیو په ډګر کې یوه ډېره لویه ستونزه دا وه چې د ټولو ویاندویانو او د خپرونو د چلونکو طرز یو ډول و.
د نجیبي په خبره، ما غوښتل لږ څه متفاوته واوسم او لکه څرنګه چې اوس باید خپرونو چلونکو ډېر نچرل او طبیعي واوسي، نو ما د همدې طرز بنسټ په افغانستان کې کېښودل.
نجیبه وايي، اوس زه په افغانستان کې نه یم، خو زما له لوري رامنځته شوی تغیر او طرز په افغانۍ رسنیو کې ښه روان دی.
د هغه تر څنګ دوهمه تشه دا وه، چې په افغانۍ رسنیو کې داسي خپرونه نه وه، چې هم معلومات وي او هم تفریح. ځکه خو مې د لمړي ځل لپاره داسي خپرونه رامنځته کړه چې هم معلوماتي وه او هم تفریحي.
نجیبي په لمر تلویزیون کې د لمر ماښام له نجیبي سره خپرونه چلولوله. له نجیبي وروسته هم دا خپرونه په لمر تلویزیون کې د لمر ماښام تر نوم لاندي دوام لري او ځینو نورو رسنیو کې هم دا ډول خپرونې رامنځته شوي دي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *