یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
ویدي پیر (دور) کې د ښځو حال | (څلورمه برخه)

ژباړه او راټولونه: حمایت ارمان
دیوداسي – देवदासी प्रथा
د ښځو پر وړاندې ظلم او زیاتې تل د انساني تاریخ یوه برخه ده خو کله چې دا بربریت د مذهب په لباس کې وي نو بیا نور هم مضره او تاواني وي.
انسان چې کله ظلم ته ملا وتړي نو بیا مذهب او مذهبي کتابونه د دې ظلم سرچینې ګرځوي همدغه شان برهمڼي نظام هم د خپل هوس پوره کولو لپاره چې څومره نورې لارې چارې اختیار کړې وي هلته په هندو ټولنه کې دیوداسیانې هم وي. دیوداسي رسم په هندوستان کې د مندرونو د طلسماتي نړۍ د دیوالونو تر شا یوه توره او تیاره نړۍ سره اړیکه لرې.
په کتابونو کې د دیوداسیانو یادونه ټولو نه مخکې د چاڼکیه په ارت شاستر کې په لاس راځي. د برهمڼي مذهب نه پرته متسیه پران، وشنو پران وغیره کې د دې تورې یادونه شوې ده. نو له تاریخ نه داسې ښکارې چې دا رسم په شپږمه پیړۍ کې شروع شوی دی. داسې ویل کیږي زیاتره پرانونه په دغه وخت کې لیکل شوې دي. د دیوداسي مانا Servant of God یانې د دیو داسي (غلامه) یا ښځه. په مندرونو کې د دیوداسیاني کار د مندرونو ساتنه، د پوجا پاټهـ (عبادت) انتظام کول، په مندرونو کې سندرې ویل او نڅا کول له دې نه پرته به یې د لویو پوجاریانو (پنډتانو)، مرستیالانو او د حکومت مهمو وزیرانو جسماني ضرورتونه پوره کول و. البته د دوی درجه د طوائفو په څیر ټیټه نه وه. د دې رسم وجه دا ښودل کیږي چې د کوم کلي نه به کومه پیغله جلۍ مندر ته د دیوداسي کیدو لپاره ورکړل شوه نو په هغه کلي باندې به مصیبت نه راتلو او هلته به امن و امان و. دا رسم اوس هم په اندهرا پردیش، تاملناډو، اوړیسه ، مهاراشټر، کرناټک، کولهاپور، سولاپور، سانګلي، عثمان اباد، بیلګام، بیجاپور او ګلبرګ داسې نورو سیمو کې پالل کیږي. د یوې اندازې مطابق د هندوستان د ازادۍ صرف ۵۳ کلونو کې تقریباً یو نیم لک جینکۍ دیو او دیوتاګانو ته سپارل شوې دي. د دې رسم په خلاف کرناټک حکومت په ۱۹۸۲ او د اندهراپردیش حکومت په ۱۹۸۸ کې اقدام وکړ او دا رسم یې غیر قانوني وګرځوو. سره له دې پابندیو په ۱۹۹۰کال کې د یوې سروې مطابق په ۴۱ سېمو کې دیوداسي رواج اوس هم شته. ۴۵،۹ فیصده دیوداسیاني په لویو ښارونو کې د جسم فروشۍ په معاملاتو کې اخته دي. مشهور مورخ دی بائس خپل کتاب ( هندو مائنرس، کسټمس اینډ سِرِمنیز) کې لیکلي چې هرې دیوداسۍ به په مندر کې سندرې ویلي او نڅا به یې کوله او پر څنګ کې به یې ځانګړو میلمنو سره څملاستله او د دې په بدل کې به یې دوی ته غله او روپۍ ورکول کیدي. د ډهلي پوهنتون پروفیسر وملا تهوراټ وایې: (دیوداسي ښځې دا حق هم نه درلودو چې د چا د هوس ښکار کېدو نه انکار وکړې.) د یوې سروې مطابق تلنګانه کې تقریباَ ۳۰ زره ښځې دي چې د مذهب په نوم باندې د جسماني ظلم ښکار شوې دي. حیداراباد کې په یوه غونډه کې ۵۰۰ دیوداسیانو شرکت کړې و چې پدې غونډه کې د هغه بدمرغه دیوداسیانو په اړه هم غور او فکر وشو چې د ناجائزه اړیکو له کبله یې ماشومان زیږدلي و. پدې غونډه کې یوې دیوداسۍ اشمما وویل چې صرف په محبوب نګر کې د داسې ماشومانو شمیر له ۵۰۰۰ نه واخله تر ۱۰۰۰۰ پورې دی باید د هغوي د DNA ټیسټ دې اوشي او پلارونه یې دې معلوم شي چې دې ماشومانو ته په شتمني کې برخه ورکړې.
تېره برخه:
راتلونکې برخه: