مایک هیوز غوښتل ثابته کړي چې نړۍ کروي شکل نه لري، خو څنګه مړ شو؟

 مایک هیوز غوښتل ثابته کړي چې نړۍ کروي شکل نه لري، خو څنګه مړ شو؟

مایک هیوز د امریکا د کالیفورنیا ایالت اوسیدنکی او قوي امریکایي پیلوټ وو، چې ۶۴ کاله عمر یې درلود.

نوموړی په دې نظر وو چې نړۍ کروي شکل نه لري، بلکې هواره ده. خو دا چې دا نظریه یې بې ثبتوته چا نه منله، نو اړ شو چې د دې نظريي د ثبوت لپاره فضاء ته لاړ شي، او دا وښيي چې نړۍ کروي نه بلکې هواره ده.

ښاغلي مایک او همکارانو یې په یوه فضاء ته تلونکې راکیټ باندې کار شروع کړ.

دا چې دوي دا راکیټ په کور کې جوړ کړی وو، نو ځکه ورته کورنۍ فضایي راکیټ وایې.

دوي په دې فضایي راکیټ باندې ۱۸۰۰۰زره ډالره مصرف وکړ، تر څو فضاء ته د تلو لپاره اماده شي.

د تیري شنبي په ورځ مایک هیوز قصد وکړ تر څو فضاء ته سفر وکړي او د ټولو فضاڅیړونکو مرکزونو خبري غلطې ثابتي کړي.

مایک غوښتل چې له ځمکي څخه ۱۵۲۵متره پورته سفر وکړي، خو دا چې د ده او همکارانو په مرسته جوړ شوی راکیټ یې میعیاري نه وو، نو ځکه له څه وخت وروسته راکیټ بیرته په ځمکه راپریوت او مایک پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *