یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
د کوم موضوعګانو په اړه علمي بحث کېدای شي؟ | خالد انسان
مونږ پۀ داسې یو هېواد اوسېږو چېرې چې هر سړی تقریبن دعوا کؤي، چې ګوندې دی تر ټولو ښۀ علمي بحث کؤلای شي. خو که د علمي بحث ارونو او چوکاټ ته راشو ډېری د نوم څښتنان حتا دلته ځای نۀ لري. دا ځکه چې دلته تقریبن ټول باثونه د تیورټکي چوکاټ پر ځای د خپل ذهن او دیدګاه څخه کتل کېږي، چې ډېری وخت غیرې علمي وي او دې کار شدید زیان رامنځته کړه. استاد خیبر د ځوانانو د اګاهۍ لپاره پۀ همدې اړه لنډ لیکچر ورکړی، تر څو علم پال ځوانان تیورټیکي بحثونه وپېژني او د خلکو تر منځ یې عام کړي.
اوس مخکې لدې چې د علمي او یا غیرې علمي ډسکورس پۀ اړه وغږېږو اړینه ده د یو مهم ټکي پۀ اړه خبرې وکړو.
مونږ پۀ ټولییز ډؤل علمي او غیرې علمي، اخلاقي او غیرې اخلاقي او تاریخي او غیرې تاریخي ټولنیزې پدېدو لرو. ولې مونږ داسې پدېدې هم لرلی شو، چې د اخلاقي او غیرې اخلاقي، همدارنګه د تاریخي او غیرې تاریخي او د علمي او غیرې علمي تر منځ ځای ولري. چې د اړوند منځني وضعیت لپاره پۀ پښتو ژبه کې کوم مختاړی نلرو چې اړوند وضعیت ونومؤي. ولې پۀ فارسي کې ورته فرا او پۀ انګلیسي ژبه کې a مختاړی لرو، چې کؤلای شي اړوند وضعیت ځانګړی کړي. لکه فرا اخلاقي او یا فرا علمي، همدارنګه پۀ انګلیسي ژبه کې amoral یا کولای شو ahistorical د بیلګې پۀ ډؤل دلته راوړو. دا منځني وضعیتونه داسې دي چې د بېلګې پۀ توګه نۀ اخلاقي وي او نۀ غیرې اخلاقي بلکې د دواړو تر منځ واقع ؤي. لکه پۀ غربي ټولنه کې نن زنا یا د نکاح نۀ بغیر سیکس یؤه amoral عمل دی، چې نۀ اخلاقي دی او نۀ غیرې اخلاقي!
مونږ همداسې کؤلای شو د علمي او غیرې علمي موضوعاتو پۀ منځ کې هم همداسې موضوعګانې ولرو، چې نۀ علمي وي او نۀ غیرې علمي بلکې د دواړو تر منځ قرار ولري. دا موضوعګانې پۀ اصل کې داسې ندي چې د علم پۀ مخالف جهت کې قرار ولري، بلکې د اهمیت او استعداد لۀ مخې داسې دي چې اصلن د علمي او تیورټکي بحث پۀ رڼا کې مطرح کېدای نشي. اړتیا او ارزښت یې دومره نۀ ؤي او یا هغه ضروري شیان نۀ لري چې د یو علمي بحث لپاره ضروري دي.
مونږ د علمي او د داسې منځني وضعیت د ښې تشریح لپاره د ټولنې جوړښت ته هم مراجع کولای شو.
مونږ پوهېږو چې ټولنه د افردو تر منځ لۀ ګډ ډؤل ژوند څخه عبارت دی چې ځانته کلتور، مذهب، دود، عنعنات او ارزښتونه ولري. مونږ د همدې بېلا بېلو ځانګړتیاوو لۀ مخې ډؤل ډؤل مختلفې ټولنې لرو. همدارنګه ټولنه د خپل سټرکچر او جوړښت لۀ مخې مختلفې طبقې، سطحې، مسائل او پدېدې لري چې ځینې یې د لوړ اهمیت څخه برخمنې او ځینې یې بیا هاغه ارزښت او اهمیت نۀ لري کوم چې د ټولنې ځینې برخې لري. د بېلګې پۀ ډؤل که پۀ افغانستان کې د امریکا سفیر تبدیل شي او د دې واقعې تر څنګ زمونږ یو ګاونډي هېواد سره ډیپلوماټیکې اړیکې پرې او پۀ یو کړکېچن وضعیت بدلې شي، نو مونږ ټول پوهېږو چې د افغانستان د ټولنې لپاره د لومړۍ پېښې دومره ارزښت نشته څومره چې د دویېمه پېښې کېدای شي. همداسې مونږ پۀ ټولنه کې مختلفې پدېدې ، طبقې او برخې لرو چې د ارزښت لۀ مخې لۀ یو بل سره توپیر لري. اوس بېرته خپل هغه اصلي ټکي ته راګرځو.
لکه مخکې مو چې وویل پۀ هره ټولنه کې هغه واقعیات، پدېدې، مسائل او نورې برخې چې بنسټیزې نۀ ؤي، د کم ارزښت څخه برخمنې وي او همدارنګه سرسري او ژر تېرېدونکي وي مونږ نشو کؤلای د داسې پدېدو یا پېښو څخه علمي بحث وکړو. ځکه مونږ مخکې وویل چې ځینې ټولنیز مسائل او پدېدې شته چې هغه په خپل ځان کې دومره استعداد او ژورتیا نۀ لري چې د علمي بحث سوژه وګرځي. هاغه همدغه د ټولنې ژر تېرېدونکي سرسري پدیدې او مسائل دي چې علمي بحث نشو تر کؤلای. دا مسائل مونږ غیرې علمي کؤلای هم نشو، بلکې هماغه منځني وضعیت یا ascientific وضعیت ته داخلیږي، چې نۀ هم علمي ؤي او نۀ هم غیرې علمي بلکې د دواړو تر منځ قرار ولري.
د دې بېلګو تر څنګ کولای شو همدا اوس د افغانستان د سولې او جګړې پۀ وضعیت کې ځینې مسائل داسې پۀ ګوته کړو چې خلک ورته علمي وایي او باقاعده پرې مقالې او ګردي مېزونه دایریږي، ولې د اهمیت او ارزښت لۀ مخې داسې دي چې علمي او تیورټیکي بحث ترې نشي کېدای. د بېلګې پۀ ډؤل پۀ اوس وخت کې د سولې خبرو کې دا خبر ډېره یادیږي چې باید د سولې پۀ اړه ملي اجماع رامنځته شي او پۀ دې اړه کوښښونه روان دي، چې د خبرو اترو او نورو لارو چارو کار واخیستل شي تر څو ملي اجماع رامنځته شي.
دغه د ملي اجماع بحث او خبرې داسي دي چې تیورټیکي یا علمي چوکاټ نۀ لري. دا ځکه چې لومړی خو د ملي اجماع د مفهوم لپاره تیوري نشته. دویېم د ملي اجماع پدېده د ټولنې د ژور واقعیت او بنسټیزې پدېدې پۀ حیث دلته نۀ ده مطرح، بلکې د یو سرسري او کم ارزښته واقعیت پۀ حیث ښکته پورته کېږي او دا ځکه چې ملي اجماع د ټولنې پۀ اذهانو کې د پېړیو پېړیو زجر او مبارزې څخه پس ځای ندی نیولی، بلکې اوس کوښښونه او هڅې روان دي تر څو د خبرو اترو او نورو لارو دا ټولنیز واقعیت رامنځته کړي، چې مونږ یې هیڅکله علمي او بنسټیز واقعیت نشو بللی او پۀ پایله کې د علمي بحث سوژه هم نشي ګرځېدای. د دې تر څنګ که مونږ غواړو د ملي اجماع لپاره داسې مفهوم وضعه کړو، چې هم علمي واوسي او د دې تر څنګ تیورټیکي چوکاټ ولري تر څو د هماغې لۀ مخې بشپړه اسان او علمي روښانه شي، نو مونږ بیا د ملي اجماع لپاره “خود اګاهي” یا انګلیسي “Consciousness” مفهوم کارؤلی شو. خود اګاهي هاغه رامنځته شوی وضعیت دی، چې یو ملت یې د پېړیو پېړیو مبارزې او کوښښونو څخه وروسته هغې ته رسېدلی وی. دا داسې وضعیت دی چې د ټول ملت پۀ اذهانو کې حفظ او ومنل شي؛ نۀ داسې چې د یو کال او میاشتو پۀ دوران کې پۀ سرسري ډؤل پۀ ټولنې کې پۀ زورونو او چل رامنځته شي. مونږ د خود اګاهۍ لپاره پۀ تاریخ کې ډېری ښۀ بېلګې لرو. لکه د فرانسې انقلاب!
د فرانسې انقلاب د ملت پۀ ذهن کې دا خوداګاهي رامنځته کړه ، چې فیوډالي او سلطنتي حکومتونه د جبر او ظلم بنسټونه دي او باید لۀ منځه لاړ شي. د دې تر څنګ د انګلستان د پارلمان لپاره د پېړیو پېړیو مبارزه یو خوداګاهي ګڼلی شو، چې د ډېر اوږده وخت څخه پس سلطنت او استبداد د پارلماني کنسفټ پۀ وړاندې پۀ ګونډو شو او هماغه وو چې دا خوداګاهي د ملت پۀ اذهانو کې ثبت او تر اوسه دوام لري. اوس که مونږ خپل هېواد ته راشو دلته د خوداګاهۍ کوم درک نشته او مونږ مخکې وویل چې ملي اجماع داسې مفهوم نۀ ده، چې علمي او تیورټیکي بحث ترینه وشي. د داسې سوژو پۀ اړه د لیکوال یا بل کوم کس ګناه نشته. هو صرف دا غلطي لیکوال او یا بل بحث کوونکي د ته د غیرې علمي بحث لۀ وجې نۀ بلکې د موضوع د ټاکنې راجع کېدای شي. لیکوال او یا هر بل کس پر ځای د دې چې داسي موضوعګانې وټاکي چې علمي بحث تر نشي کېدای، ولې داسې تیورټکي بحث ونکړي چې خپل علمي چوکاټونه ولري.
زمونږ پۀ هېواد کې لا هم د غیرې علمي بحثونو مېزونه او مقالې ښې درز کې چلیږي او دا څو لاملونه لري چې زمونږ ښۀ ښۀ لیکوالان هم علمي او تیورټیکي چوکاټ نۀ لري.
لومړی دا چې مونږ لا لۀ لومړي سره علمي او غیرې علمي چوکاټونه نۀ پېژنو. دویېم دا چې که مونږ علمي او تیورټیکي چوکاټ وپېژنو د افغانستان پۀ اړوند سیاسي وضعیت یې نشو تطبیق کؤلای او دریېم دا چې که مونږ یو داسې یؤه موضوع ولرو، چې علمي بحث تر کېدای شي ولې د هغې لپاره ځانګړې تطبیقي تیوري نلرو چې پدې صورت کې لیکوال باید دا هڅه وکړو چې خپله تیوري رامنځته کړي او بیا اړوند موضوعه پکې روښانه کړي.
کم تر کمه زما لۀ انده که غواړو د افغانستان د سولې او جګړې پۀ اړه تیورټکي بحث وکړو، د لاندې درې تیوریو څخه ګټه اخیستلی شو.
۱: د هګل د مریي او مالک ډیالکټیک: دا تیوري چې هیګل رامنځته کړې د مریي او مالک تر منځ د ډیالیټیکي ټکر څخه غږیږي، چې کولای شي د طالب او حکومت تر منځ چې کومه ډیالکټیکي اړیکه ده پۀ تیورټیکي ډؤل روښانه کړي.
۲: د ګاډامر The Fusion of Horizon: د افقونو د اتصال تیوری چې ګاډامر رامنځته کړې، کولای شي د سولې او جګړې پۀ اړه تیورټیکي بحث وکړي.
۳: د کارل اشمټ د The Theory of Partisian : دا تیوري هم کولای شي اړوند وضعیت پۀ تیورټیکي ډؤل روښانه کړي.
لیکچرر: استاد خیبر ستوری
لیکونکی او ترتیب کوونکی: محمد خالد انسان