تور مرګ؛ هغه وبا چې تر ۲۰۰ میلیونه پورې کسان یې مړه کړل

 تور مرګ؛ هغه وبا چې تر ۲۰۰ میلیونه پورې کسان یې مړه کړل

په ۱۴مه پېړۍ کې د تور مرګ په نوم یوه وبا له لویدیځې اروپا تر ختیځې اسیا خپره شوه.

د هغه وخت د وبايي وېروس د خپرېدو امکانات د ترانسپورټ او راکړې ورکړې د کموالي او وروسته پاتې والي له کبله د نن په پرتله په سلګونو ځله کم وو.

خو بیا یې هم د څېړنو پراساس له ۷۵ تر ۲۰۰ میلیونو پورې انسانان ووژل، چې د اسیا او اروپا د وګړو څلورمه برخه وه.

یوازې په انګستان کې یې په لسو کې څلور تنه او د اروپا د فلورانس ښار د ۱۰۰ زرو وګړو نیمايي یې ووژل.

په ۱۵۲۰م کال کې چې په نړۍ کې الوتکې نه وې او نړۍ له اورګاډو او پرمختللو سړکونو، راکړې ورکړې او پریمانه تګ راتګ څخه بې برخې وه، یوې نړیوالې وبا د امریکا د لویې وچې له منځه سر راپورته کړ او په ختیځ کې ترجاپانه ورسیده.

د smallpox په نوم دغه وېروس هم د امریکا د لویې وچې درېیمه برخه وګړي ووژل.

همدې وېروس په ۱۸مه پیړۍ کې هرکال ۴۰۰ زره کسان په اروپا کې وژلي دي، چې د هغه مهال پنځه پاچاهان هم پکې شامل بلل کیږي.

داسې هم ویل کېېږي چې له smallpox وېروس څخه درېیمه برخه ژوندي پاتې شوي کسان په سترګو ړانده شوي وو.

د سمال پاکس په نوم د دې وېروس کیسه تر شلمې پیړۍ روانه وه.

په ۱۹۱۸ کال خپرې شوې وبا، چې ۵۰۰ میلیونه کسان یې ونیول، په څو میاشتو کې یې په نړۍ کې یې له ۵۰ تر ۱۰۰ میلیونه انسانان مړه کړل، چې د هغه مهال د نړۍ دوه نیم په سلو کې وګړو برخه یې جوړوله.

دا شمېره په لومړۍ نړیوالې جګړې کې چې ۴ کاله یې دوام وکړ تر وژل شویو لوړه وه.

په ۱۹۱۸م کې همدې وبا د هند ۵ په سلو کې وګړي ووژل او د نړۍ په یو شمیر نورو ښارونو کې یې تردې لوړه سلنه خلک له منځه یووړل.

په ۱۹۲۱م کال کې همدې وېروس یوازې د امریکا په متحدو ایالتونو کې ۱۰۰ کسان ووژل.

خو له هغه وروسته د دې وېروس واکسین رامنځته او په ۱۹۳۹ کال کې یې په امریکا کې د همدې وېروس له کبله د مړینې شمیر ۵۰ کسانو ته را ټیټ شو.

په ۱۹۵۹ کال کې نړیوال روغتیايي سازمان د smallpox وېروس د معافیت په اړه د یو نړیوال کمپاین د پیلولو اعلان وکړ.

په ۱۹۵۰ مو او ۶۰ مو لسیزو کې بیا هم په نړۍ کې له ۱۰ تر ۱۵میلیونو پورې کسان په دې وېروس اخته وو، چې هرکال یې ۲ میلیونه مړه کیدل.

دغه وېروس په ۱۹۷۷ کال کې د سومالیا د یوه ۲۳ کلن ځوان په اخته کېدو سره پای ته رسیدلی وبلل شو او پرضد واکسین یې د نړۍ هر کونج ته رسیدلی وو.

په ۱۹۷۹ کال کې د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ، چې سمال پاکس ختم شو او بشر دا مبارزه وګټله.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *