یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
د علم معیارونه څه دي؟ (لمړۍ برخه)
ژباړه : عصمت تره کی
کوم معیارونه علم له شبه علم، ضد علم، غیر علم (لکه فلسفه) بیلوي؟ د دې لپاره باید معیارونه پیدا کړو او په هغه باندي توافق وکړو، تر څو وپوهیږو چي کوم علم دی او کوم علم ندی. په ټوله کې د پنځو معیارونو له مخي کولای شو علمي نظریې له غیر علمي نظریو څخه بیل کړای شو.
دا معیارونه عبارت دې له:
لمړی: د ټولو لپاره د آزمايښت وړ وي: ټول علمي موضوعات، قوانین، تیورئ او توضیحات باید د ټولو پوهانو لپاره د آزمایښت وړ وي. که چیرته هغه قضایاوي او احکام لکه توضیحات، تیورئ او قوانین چي علمي بلل کیږي، آزمایښت نه شو کړای، نو د صحت او کذب ثابتول به يې هم ناممکنه وي. له دې ور هاخوا بل روش د موضوعات، قوانینو او تیوریو د اثبات او رد لپاره هم نه لرو. د یادوني وړ ده چي « آزمایښت منل» او د «آزمایښت وړ» له «آزمایښت شوي» سره توپیر لري. د بیلګي په توګه مخکي له دي چي انسان سپوږمۍ ته سفر وکړي دا جمله « د سپوږمۍ په تیاره برخه کې غرونه وجود لري» یو د آزمایښت وړ قضیه بلل کیدله، خو دا چي هغه وخت کې يې د آزمایښت امکان نه ؤ او آزمایښت شوی هم نه ؤ. مګر وروسته د فضايي څېړونکو په پرمختګ سره دا کار ترسره شو. مګر دا جمله چي « ملائکي مهربانه موجودات دي» یا هم « ارواح د انسان په برخلیک کې دخالت لري» هغه قضيي دې چي د آزمایښت وړ ندي.
علم د ذهني تیوریو او فرضیو د آزمایښت لپاره دی، خو دا چي له عالم څخه خارج تیورئ او فرضيي واقیعت لري او کنه؟ که واقعیت لري، نور هم ورسره توافق لري او کنه؟ نو په دې اساس عمومي توافق او د آزمایښت منل له دې مسئلي سره مرسته کوي. د بیلګي په توګه نیوټن د جاذبي فرضیه وړاندي کړه او د آزمایښت لپاره يې طریقي هم ورسره وړاندي کړي، ټولو پوهانو په هغه توافق وکړ. همدارنګه لویی پاستور خپله «میکروبي تیورئ» له آزمایښتي روشونو سره وړاندي کړه چي «میکرو ارګانیزمونه د میکروب عامل دي» چي تکرار يې د ټولو لپاره ممکن ؤ. په همدې ډول يې د خپلي ذهني تیورئ واقعیت والی له عالم څخه خارج ثابت کړ.
همدارنګه د علم عینیت هم له دې معیار سره تړلی دی. علم له فرهنګي، شخصي او نژادي تعصباتو څخه پاک دی او هر څوک یوازي د مشاهدي او آزمایښت له لاري کولای شي یوه علمي مسئله تائید یا هم رد کړي. د علم روش د شخصي او داخلي تجربو روش ندی، بلکي د عمومي مشاهدو او تجربو روش دی. نو هغه واقیعتونه او حقایق چي یوازي مشخص کسان يې مشاهده کولای او تجربه کولای شي لکه، عارفان، صوفیان او اولیاء الله، خو نور ورته لاسرسی نشي موندلای، له علم څخه خارج دي. د دې خلکو څیړني او مشاهدي تر دوۍ پوري اړوند دي، نور نشي په کې شریکولای او په دوۍ باندي باید یوازي د ایمان درجي په اساس باور وشي.
عرفاني جذبه، د میني شور، د هنرمند الهام، او دې ته ورته نور د یو پوه علمي فعالیت نه بلل کیږي. علمي موضوعات باید د مختلفو کسانو ترمنځ د تبادلي وړ وي او ټول يې باید یو شان مشاهده کړي، په وروستۍ مرحله کې باید ټول وکولای شي چي هغه آزمایښت کړي. هغه باورونه چي د مشاهدي، آزمایښت، اندازه ګیري او تحلیل وړ نه وي، یوازي کلامي یا هم ماورا الطبیعت موضوعات کیدای شي، خو تجربي علوم هیڅکله نشي کیدای.