یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
ښځي مو په لمړي ځل لیدو کومو ځایونو ته متوجه کیږي؟
کله چي یو نارینه او یوه ښځینه مخ کیږي، د نارینه لید ډیر سرسریز وي، مګر ښځي لید ډېر ژور وي. د لمړي ځل لپاره مو ښځي د کالو او ویښتانو سټایل ته ډېر پام کوي او د هغه ترڅنګ دا چي له نورو خلکو سره مو چلند څه ډول دی.
د هغه ترڅنګ هغه ټکي چي ښځي جذبوي په لاندي توګه دي:
۱- کالي: کله چي د لمړي ځل لپاره یوه ښځه نارینه ویني، نو د هغه کالو ته متوجه کیږي. خو د کالو اغوستل دری مهم اصول لري. چي د ښځو د پام وړ ګرځي.
لمړی؛ پاکوالی، ستاسو کالي باید چټل نه وي او هیڅکله مو په کالو ټاپي نه وي. که چیرته مو کالي پاک نه وي، له ښځو سره د ملګرتیا او خبرو چانس له لاسه ورکوئ.
دوهم؛ هر ډول کالي باید پخپل ځای کې واغوندئ، که رسمي کالي په غیر رسمي ماحول کې اغوندئ، دا ښيي چي تاسو د ژوند په چارو نه پوهیږئ.
دریم؛ د کالو سلیقه، که چیرته مو د کالو په اغوستلو کې کوچنۍ ستونزه وي، نو ښځي یې درسره اصلاح کوي، مګر که مو کالو اغوستل بي سلیقي وي، هیڅکله به درسره ملګرتیا ونکړي.
۲- د ویښتانو سټایل: د ښځو لپاره د ویښتانو سټایل ډېر مهم دی. خو تر ټولو مهم دادی چي باید ویښتان مو پاک وي او منظم وي.
۳- په لار د تګ او دریدلو طرز: کله چي با انرژي په لار ځئ او چیرته دریږئ، نو ښځي خپل ځانته جذبوئ. ښځي فکر کوي، تاسو بریالی کس یاستئ. خو که ډېر عاجزه په لار ولاړ شئ نو ستاسو په ناکامي دلالت کوي.
۴- اندام: ډیری ښځي مثلث برعکس اندام خوښوي. پلني اوږي، نرۍ ملا او کوچنی نس؛ دا ډول اندام مو ښځو ته ځواکمن او سالم انسان معرفي کوي.
۵- بوټونه: د بوټونو اهمیت هم له یاده نشو ایستلای. د بوټونو غیر منظم والی مو د ښځو د پام وړ ګرځي. نو بوټونه مو باید منظم وي او د هغه ترڅنګ د جرابو درلودل او نه درلودل هم ځانګړی ارزښت لري.
۶- د څیري حالت: د څیري حالت مو ډیری خبري لري. تاسو له څیري څخه مخاطب ښځه پوهیدلای شي، چي تاسو څه ډول شخص یاست. خو ښځي ډیری وخت متفکر، شوخ او قاطع نارینه خوښوي.
۷- اړین وسایلو درلودل: که چیرته تاسو هر ډول وسایل له ځان سره ولرئ، ستاسو د ذوق او مسلک په اړه مخاطب ته معلومات ورکوي.د هغه ترڅنګ د هرڅومره ډېرو وسایلو په درلودلو سره د خلکو پام ځانته را اړوئ.
۸- د لاسونو نیول: ښځي مو ډیری وخت لاسونو ته متوجه کیږي. د لاسونو نیول ستاسو د شخصیت تعریف کوي. د هغه ترڅنګ د نوکانو اصلاح کول هم ورته مهم دي.
دا هغه ټکې دي چي د دې په مراعت کولو سره په ډېر کم وخت کې تاسو ځانته یو ښځه راجذبولای شئ. بغیر له دې ښځي له تاسو سره د خبرو او اړیکو درلودلو لیوالتیا نه ښيي.