د اداري اصلاحاتو د آزمویني لارښوونه؛ (لمړۍ برخه) که په دنده پسي ګرځئ، خامخا يې ولولئ

 د اداري اصلاحاتو د آزمویني لارښوونه؛ (لمړۍ برخه) که په دنده پسي ګرځئ، خامخا يې ولولئ

عصمت تره کی

د ادارې اصلاحاتو پروسه څلور مهم پړاونه لري، چي دا څلور مهم پړاونه باید په ډیر دقت سره سرته ورسول شي. که په هر پړاو کې کوچنۍ تېروتنه هم وکړئ، نو ممکن تاسو به يو لوی فرصت له لاسه ورکړئ.

۱- نوم لېکنه      ۲- شارټ لېسټ      ۳-  تحریري آزموینه     ۴- انټروي

دا څلور مهم پړاونه به په تفصیل سره تشریح کړو، خو غواړم لمړی د ادارې اصلاحاتو په پروسه او په دې برخه کې په وروستیو پرمختګونو رڼا واچوم.

د ادارې اصلاحاتو مخکنۍ پروسه:

د ادارې اصلاحاتو پخوانۍ پروسه په څلورو پړاونو کې ترسره کېده، خو په دې پروسه کې د فساد امکان بیخي زیات و. له همدې امله يې ډیری ځوانان له دې آزموینو څخه ناهېلي کړي و. د دې پروسي لپاره به د بست تر اعلان وروسته کمېټه ټاکل کېده. چي په دې کمېټه کې به د اړوند ادارې استازی، د ادارې اصلاحاتو د کمېسون استازی، همدارنګه په لږ تفاوت سره به دځینو ادارو استازي ټاکل کیدل. خو ستونزه يې دا وه چي کمېټي فوق العاده صلاحیتونه درلودل. د دې پروسي په لاندې مواردو کې فساد کيدو.

۱- ډیری وخت به اړوند ادارې د ادارې اصلاحاتو له کمېسون سره په جوړجاړې د بست اعلان پټ تیراوو یا به يې هم یوازي د خپلي خوښي کسان شارټ لیسټ کول.

۲- د کمیټي غړو به پخپل منځ کې جوړجاړی کاوو، بستونه به يې په خپل منځ کې سره ویشل، له دې امله به آزموینه یوازي په نمایشي توګه ترسره کېده.

۳- په دواړو آزموینو کې به د کمېټي غړو به پوښتني جوړولي، چي ډیری وخت به يې تر آزمویني مخکي د خپلي خوښي وړ ګډونوالو ته ورکولي.

۴- د انټروي په مهال د کمېټي منشي، چي د ستاسو له لورې ځوابونه لیکي، هغوۍ هم ډیری وخت غلطي په کې کوي. که تاسو ورسره کوم تار جوړ کړئ، نو بیا ستاسو پوښتنې ځوابونه که تاسو ناسم هم ووایاست دوۍ يې سم لیکي یا هم ډیری وخت تاسو ځواب سم ووایاست دوۍ يې غلط لیکي.

۴- د آزمویني تر ټولو پړاونو وروسته دوۍ بیا هم پوره لاسوهنه کولای شي. ډیری وخت د آزمویني له پروسي وروسته د خپلي خوښي د کسانو پارچې بدلوي او نورې پارچي بدلوي او یا هم نمري ور زیاتوي.

د ادارې اصلاحاتو برښنايي پروسه:

خو اوس دا پروسې توپیر کړی، اوس دا آزمویني د ملکي خدماتو په انسټیټوټ کې اخېستل کېږي، د هغه تر څنګ د افغانستان په اوو ولایاتو کې هم د برښنايي آزمویني سیسټم فعاله شوي، چي د ۲۰۲۰ کال تر آخرو پوري به دا پروسه د افغانستان په ټولو ولایاتو کې فعاله شي.

په دې پروسه کې نوم لېکنه په آنلاین توګه کیږي، چي وروسته به د نوم لېکنې پروسه هم په تفصیل سره تشریح کړو. له هغه وروسته کله چي شارټ لیسټ جوړیږي، بیا واجد شرایط کسانو ته زنګونه وهل کیږي یا ایمیلونه لیږل کیږي او آزمویني ته راغوښتل کیږي.

کله چي تاسو آزمویني ته غوښتل کیږي، نو که مو ازموینه په کابل کې وه، بیا د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په انسټيټوټ کې اخیستل کیږي. د دې انسټیټوټ موقیعت په د چهاراهي قمبر په سړک د افشارو په سیمه کې دی. کله چي مو په ټاکل شوي وخت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو انسټیټوټ د آزمویني برخې ته ځان ورساوو. نو لمړی تاسو ته د آزمویني په اړه لنډ معلومات درکول کیږي. وروسته آزموینه پیلیږي، دا آزموینه د کمپيوټر له لارې اخېستل کیږي.  

ستاسو لپاره بیل بیل اکاونټونه مخکي تر مخکي جوړ شوي دي. د هغو اکاونټونو یوزر او فاسورډ درکوي. کله چي تاسو کمپيوټر ته کښینئ، هغه پاسورډ او یوزر نوم کمپیوټر ته داخلوئ او خپل اکاونټ خلاصوئ. وروسته تاسو ته پوښتنه پاڼه راځي، چي سل پوښتني لري او یوازي دوه ساعته وخت لري، له پيلولو وروسته په دوه ساعته کې ستاسو اکاونټ خپله بندیږي او سمدستي خپلي نمري درښيي.

د دې آزمویني ټولي پوښتنې څلور ځوابه دي، له حل کولو وروسته يې سمدستي خپلي نمري اخلئ، د درکړل شوي فورم دوو برخو کې خپلي نمري په خپل قلم لیکئ او د هغه فورم یوه برخه له ځان سره ساتئ او یوه برخه د آزمویني کمیټي مسوول ته ورکوئ. کله چي مو آزموینه خلاصه کړه، نو وروسته د آزمویني برخې مسوول د ټولو ګډونوالو پایلي اعلانوي. ځیني بستونه دوهمه آزموینه نلري، نو له دې ځایه بریالي کسان اعلانیږي.

خو په تخصصي بستونو کې لا هم انټروي شته، چي د آزمویني د پایلو له اعلان وروسته هغه پنځه کسان ټاکل کیږي چي لوړي نمري يې اخیستي وي، هغوۍ انټروي ته راغوښتل کیږي.

د دې آزمویني پوښتنې هم ډیر توپیر کوي، نو د دې پروسي نور پړاونه به د دې لېکني په نورو برخو کې تشریح شي.

ادامه لري…

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *