یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
چین د لمړي ځل لپاره د برقي الوتکي آزمایښتي الوتنه تر سره کړه
د چین له لورې جوړه شوي لمړۍ برقي الوتکه چې نوم یې RX 4 E یا ژوی شیانګ ایښودل شوی، د دي هېواد په لیائونینګ ښار کې هوا ته پورته شوه.
د شینهوا د راپور په اساس، د دي پیلوټ لرونکې برقې الوتکې موډل د لمړي ځل لپاره د لیائونینګ ښار د هوانوردي آکاډمي له لورې په ۲۰۱۷م کال کې جوړ شوی وو.
دا الوتکه ۱۳.۵ متره اوږده بالونه، ۸.۴ متره د بدن اوږدوالی، ۱۲۰۰ کیلوګرامه وزن او ۱۴۰ کیلوواټ حداکثري قدرت لري چې سرعت یې په یوه ساعت کې ۲۰۰ کیلو متره ته رسیږي.
دا الوتکه چې د چین هیواد د غیر نظامي هوانوردي اداري له لورې د تفریح کولو یا چکر وهلو په موخه جوړه شوي، په یو ځل چارج سره کولای شي ۹۰ دقیقي الوت وکړي.
د لیائونینګ ښار هوانوردي آکاډمي د عمومي استادان معاون “ژائوتینان” وویل: دا الوتکه داسي جوړه شوي چې د تکنالوژي په پرمختګ سره به ورته قوي بطري جوړه شي، او وبه کولای شي چې تر ۹۰ دقیقې هم زیات وخت په هوا کې الوت تر سره کړي. هغه زیاته کړه چې د دي الوتکې ساتندویه سیستم به نسبت نورو ته د ډاډ وړ وي.
د ده په خبره چې دا الوتکه کولای شي د کمو مسافرو وړلو، تفریح کولو، عکاسي کولو او داسي نورو کارونو لپاره وکاريږي، نو ځکه به ښه بازار ولري.