یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
له انټرڼت څخه د ځوانانو ناوړه کټه اخیستنه
راپور: محمد میرویس اسلمي
انټرڼت په ټوله کې ټولنیز رسنۍ نن د یو شمېر خلکو په ځانکړې ډول د ځوانانو پام ځانته اړولی چې ددې تکنالوژۍ په رامنځته کیدو سره نړۍ د یوه ښارګوټې په څیر نیږدې کړي تر څو دوی نیږدې اړیکې ولري او د خپل د اړتیا وړ معلومات له انټرنټي سایټونو څخه ترلاسه کړي.په ټوله نړۍ کې خلک اڼترنیټ ته لاسرسۍ لري خو ډیری خلک مثبته استفاده ورڅخه نه کوي په خاصه توګه په دریمې نړۍ کې چې افغانستان هم له دې جملو څخه دی او ډیری خلک پدې هېواد کې انټرنټ په منفي بڼه کاروي.
زموږ ماشومان او ځوانان د کورنۍ د تربیې ترڅنګ، د ښوونځي او پوهنتونونه او د رسنۍ له تربیې څخه هم برخمن کیږي چې په مستقیم ډول د انټرنټ او نورې ټولنیز رسنۍ تر اغیز لاندې راځي. څیړنې ښيې چې نن د ټولنیز رسنۍ منفي اغیزونه د ځوانانو پر ښوونې او روزنې هم لیدل کیږي او دا تکنالوژۍ د مکروب په څېر د هغو ځوانانو په ډله کې رامنځته شوي چې له ټولنیز شبکې څخه ناوړه کټه پورته کوي.
او ددې تکنالوژۍ په استفادې سره د مطالعې دود هم له منځه وړل شوی او د دې ترڅنګ یو شمېر محصلین د مطالعې توکې هم له انټرنټ څخه ترلاسه کوي چې ډیری وختونه هغه درسي توکې له ناباورې سرچینې څخه دوی اخلې او زده کوي یې چې له باورې معلوماتو څخه نه برخمن کیږي. همدارنګه د ټولنې پیژندل شوي او وتلې شخصیتونو ته سپکې سپروي، مستعار آی ډي جوړول د خلکو په نومونو او د هغوی بدنامول، او پ لسګونه نورې ناوړې ګټې ترې اخیستل کیږي چې په ځانګړې ډول ځوان نسل ترې رنځ وړي او ویجاړیږي.
غزني ولایت مدني فعال عصمت الله تره کي له انټرنټ او په ځانکړي ډول له ټولنیزو شبکو څخه بیځایه او ناوړه کټه اخیستنه د ځوانانو لپاره یو ناوړه او بی بنسټ کړنه بولې او زیاتوي، زموږ خلک د اقتصاد په بد حالت کې ژوند کوې او اړینه ده ترڅو هېوادوال د انټرنټ په کارولو او لګښتونو کې هم کموالی راولي او د نوي حرفې او بوختیاوي په لټه شي.
زموږ ځوانان زیاتره د دې تکنالوژۍ تر منفي اغیزي لاندې راځې او د انټرنټ و ناوړله ګټې اخیستنې ته هڅول کیږي. څېړنې په ګوتو کوي چې له انټرنټ څخه ډیر ګټه اخیستنه د ټولنیز اړیکې پرې کوي او ځوانان خپل وخت زیاتره په دې تکنالوژۍ تیروي او هغه ځوانان چې د انټرنټ له بيلابیلو سایټونه څخه لیدنه کوي له خپل کورنۍ، خپلوان او همځولو سره اړیکې پرې کوي او د دې دلیل کیږي چې دوی ته رواني ناروغۍ پيدا شي او له ټولنې څخه واټن واخلې.
د غزني ولایت یو بل اوسېدونکی احمد ضمیر په دې ټنګار کوي چې ځوانان باید د انټرڼټ له خده زیات لګښتونه د کتاب په اخیستلو او په روزنیز مرکزونه کې د ګډون په پار ولګوي، ترڅو د ټولنې لپاره د خدمت جوګه وګرځي او یو فعاله او د ټولنې په دود سره پوه ځوان ټولنې ته وړاندې شي. دا په داسي حال کې ده چې د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال ۸ میلیونه وګړي په هېواد کې انټرنټ ته لاسرسۍ لري، خو د افغانستان په ناسالمه فضا کې د انټرنټ لپاره سم پلان او مدیریت شتون نه لري او په له همدې کبله زیاتره ځوانان د انټرنټ له ناسم پروګرامونو څخه ناوړه او غیرشرعي ګټې اخلې.