یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
په مریخ کې څومره اوبو شتون لري؟
د مارس ايکپرېس په نوم مصنوعي سپوږمکۍ په مريخ کې د يخي تر سطحي لاندي د يو ځانګړي رادار په مرسته مايع اوبه کشف کړي دي. دا چي د مارس دغه سيمه سخته يخه ده، نو دغه اوبه به په لوړه اندازه مالګيني وي. که مالګيني نه وای نو د حرارت په دومره کښته درجه کي به خامخا يخی سوي وای.
درې کاله ترمخه لا امريکايي ساينسپوهانو پر مريخ د مايع اوبو نخښي نښانې موندلي وې. اټکل کيږي چي د کال په ګرمو موسمونو کي د غرونو له څوکو څخه تر لاندي پوري اوبه بهيږي چي له کله يې په ډبرو کي خښي پاتيږي.
د مريخ د هورو ويڅ په نوم ډب کي پنځه متره پراخي او تر سلو مترو پوري اوږدې کرښي دي چي ويل کيږي د اوبو د بهېدو له کبله رامنځ ته سوي دي. خو دا چي دغه اوبه ډېري مالګيني دي نو يې انسانان چښلای نه سي. په دغو اوبو کي د مالګو بېل اقسام موجود دي، لکه د ماګنېزيم پر کلورات مالګه او نوري. په دغو اوبو کي د مالګو مقدار دومره زيات دی چي څوک ويلای سي اوبه نه، بلکي مالګه ده چي بهيږي.
له زيات وخت راهيسي ساينسپوهان اټکل کوي چي په مريخ کي به اوبه موجودي وي. ډېر پخوا د مريخ کورې زياته برخه په اوبو پټه وه. په دغه سره کوره کي لوی لوی سمندرونه موجود ول. خو د دغو اوبو زياتره برخه توښ سو، او مريخ وچ سو.
د مريخ پر سطحه حرکت کوونکي روبوتان لکه «کي ريو سيتي» په دغه کوره کي په اوبو پسي او په دې توګه د ژوند په څرک پسي تلاش کوي. فکر کيږي چيري چي مايع اوبه وي نو هلته ژوندي موجودات هم ښايي وي. امريکايي ساينسپوهان اټکل کوي چي هغه ژوی چي انسانان يې پېژني هغوی د مريخ په مالګينو اوبو کي ژوند نه سي کولای. دا که انسانانو ته ناپېژندل سوي نور د ژویو اقسام وي هغه جلا خبره ده.
خو څوک څه پوهيږي؟ ښايي په مريخ کي ژوند د مځکې په مقايسه په بل ډول وي. د هاليوود په فلمونو کي انځور سوي خيالي موجودات څوک تمه نه سي لرلای چي په رشتيا به په مريخ کي وي. خو د دې امکان سته چي په مالګه کي ژوندي پاته کېدونکي ميکروبونه موجود وي. که دا ثابته سي نو دا به يو ډېر لوی او حيرانوونکی خبر وي.
بالاخره ساينسپوهانو اعلان وکړ چي په مريخ کي مايع اوبه موجودي دي. په دې ترڅ کي له مريخ څخه د مصنوعي سپوږمکۍ معلومات ارزول سوي چي وايي هلته تر مځکي لاندي د اوبو لوی ډم موجود دی.