د مارکس په مذهب کافر مارکسستان!

 د مارکس په مذهب کافر مارکسستان!


لیکنه: جانداد جهاني

مارکس په خپل کتاب (ډز کپیټل) کې لیکلي “سرمایه د یو تولیدې عامل په توګه سرمایه دارانو ته دا امتیاز ورکوي چې د تولید نور عوامل لکه ځمکه، ماشین او کارګران په کار واچوي او د هغو د لاس له خواري چې کوم اضافي ارزښت را منځ ته کیږي له هغه څخه په سوی استفادې کارګره طبقه (پرولټاریا) استثمار کړي او سرمایه داره طبقې(بورژوازي) نوره هم سرمایه داره کړي چې پدې شکل ددې دوو طبقو تر منځ فاصله زیاتیږي منځ او بلاخره او بلاخره ددې دوو طبقو تر منځ مبارزه په انقلاب او بلاخره د کمونیستي ټولني په را منځ ته کیدلو منجر کیږي “

تر مارکس افراطي مارکسستانو چې دا کیسې اوریدلي د مارکس له ټول ډز کپیټل څخه یې یواځي دا راخستي چې ټولنه طبقاتي شوي او باید سوسیالیزم او کمونیزم تطبیق شي تر څو ددې رنځ درملنه وشي.
زه نه پوهیږم چې مارکس سم نده پوه شوی که دوی ؟
یا هم دوی تر مارکس زیات پوه شوی.

(سلیمان لایق په یوه مرکه کې ویلي وو
وایی نورمحمد تره کی،کارمل ، حفظ الله امین او نورو د خلقانو رهبران چې ځانونه یې د مارکس مریدان بلل یو یې هم په ډز کپیټل نه پوهیدل هسي یې د سټایل لپاره تاخچه کې ایښی وو)

په هر سرعت راځئ زموږ د وطن معضل ته د واقعیت له عینکو وګورو.

په افغانستان کې چې پدې ورستیو شلو کلونو کې ټولنه طبقاتي شوي دلته داسي ندی شوي چې د صنعت په سکتور کې په تدریج سره د تولید عوامل دیوې طبقې لاس ته لویدلي او هغې طبقې نور زبیښلي او بلاخره د ثروت مندو او فقراوو تر منځ فاصله زیاته شوي.

دلته بیخې برعکس نخبه او واکدارې طبقه له فساد او سیاسی قدرت څخه په سوی استفادې بې شماره پیسې او ثروت را ټول کړي، نه دا چې د تولیدي وسایلو لرونکو دي په تدریج سره ثروت له فقیرو زبیښلی وي، دلته له فقیر او کارګرو یا د مارکس په اصطلاح(پرولټاریا) پیسې ندي را ټولي شوي ددوی د لاس دست رنج ندی خوړل شوی بلکي ددوی کوم حق او ددوی کومه برخه خیرات چې وو هغه دوی ته ندی رسیدلی.
دا چې ولي فقیرانو ته خپل حق ندی رسیدلی دا د دولتي قدرت د تمرکز، نخبه پالني او بیرو کراسي له وجي دی کوم چې په نهایت کې د سوسیالیزم میراث دي.
یاني دلته که موږ د طبقاتي فاصلي په خاطر نیوکه کوو باید په سوسیالیزم یې وکړو نه کپیټالیزم.

بله اساسي ستونزه داده چې دلته تقریبآ هرچا سوسیالیزم او کپیټالیزم غلط پیژندلی دی
حتي هغه چې په دې بحثونو کې تر سپوږمو ډوب دي.

زه دا خپل رسالت او پرافسي ګڼم چې پدې بابت تاسو ته وضاحت درکړم : سوسیالیزم دې ته وایی چې د تولید وسایل د دولت په لاس کي وي او کپټالیزم دې ته وایی چې د تولید وسایل د خصوصي سکتور په واک کې وي. خو آیا تاسو په نړۍ کې داسي هیواد وینئ چې د تولید ټول وسایل یی له دولت سره یا ټول له خصوصي سکټور سره وي نه!
ښا یانی په نړۍ کې په کامله مانا سوسیالیستي او کپیټالیستي دولتونه نسته د هر هیواد دولت لیږ یا ډیر په اقتصاد کې مداخله کوي هر څومره چې ددولت رول په اقتصاد کې ډیر وي هغه دولت ډیر سوسیالیست او لیږ کپیټلیست دی او هر څومره چې ددولت نقش اقتصاد کې کم وي هغه ډیر کپیټلیست او لیږ سوسیالیست دی
ځکه خو موږ وایو چې د پاکستان دولت د بنګله دیش تر دولت ډیر سوسیالیست دی البته دا ټولو ته مالومه ده چې پاکستان او بنګله دیش دواړه د بازار له نظام څخه پیروی کوي او دواړه کپیتلیست نظامونه لري خو د پاکستان دولت نسبت بنګله دیش ته په اقتصاد کې زیاته مداخله کوي نو ځکه موږ وایو زیات سوسیالیست دی منظور مو دادی چې کم کپیټلیست دی.
خو دا چې ولي همداسي وایو علت یې دادی چې د سوسیالیستي پالیسیانو ناوړه تاثیرات د یو هیواد په اقتصاد واضح کړو.
عین مسله افغانستان کې هرڅومره چې دولت په اقتصادی چارو کې زیاته مداخله کوي هماغومره دولتي فساد ته لاډیره زمینه برابریږی او یوه(نخبه) طبقه چاغیږی او په عین حال کې همدا فساد او له قدرت څخه سوی استفاده ددې لامل کیږي ددولتي سکتور موثریت هم را کم شي او په تدریجي توګه ملت بدبخته کړي.

بې شمیره علمي مقالاتو او تجربو ښودلي چې ددولتي فعالیتونو موثریت تر خصوصي سکتور ټیټ دی
تاسو خپلو سترګو هم وینئ چې دولتي خدمات نسبت خصوصي خدماتو ته سوست او غیر موثره دي البته که بودجه یې مساوي وي داسي نه چې تاسو د کابل پوهنتون د ګولبدین له اسلامي طبي پوهنتون سره مقایسه کړئ.
تاسو کولی شئ د سلام مخابراتي شبکې خدمات له اتصالات سره مقایسه کړئ
سلام چې دولتي شبکه ده او د اتصالات دوه برابره بودجه لری حتی د مشتریانو اړیکو ته ځواب هم نه وایی خو اتصالات برعکس
خصوصي او دولتي بانکونه هم په همدې حساب: د افغانستان ټولو فعاله بانکونو په ۲۰۰۱ م کال د فعالیت جواز تر لاسه کړ په کافي اندازه مالي منابع او فرصتونه په لاس ورغله او تر ۲۰۰۴ کال پوري یی کوم خصوصي بانک هم د قیب په توګه لا صحنې ته نه وو راغلی
خو په دې هرڅه برسیره نن ګورو چې دولتي بانکونه په داسي حالت کې دي چې نه ګټه لري او نه هم ښه خدمات او اخلاق. تیر کال زما یو محصل غوښتل د پښتني بانګ د فعالیتونو په موثریت مونوګراف ولیکي بیچاره یې په مرکزی دفتر کې ښه رټلی وو او پوښتن پاڼي یی ورته څیرلي وې او له شا یې پسي وار کړي وې
ما ورته وویل خیر دوی چې خپلي کړکۍ او اخلاق نشي جوړولي نو فعالیتونه به یی څه موثر وي کوم خصوصي بانک ته لاړ شه

خصوصي او دولتي ښوونځي سره مقایسه کړئ مثلا همدې کابل کي ټاپ خصوصي ښونځي د یو معمولي دولتي ښونځي غوندي بودجه نلري خو د زدکړو کیفیت یې لس چنده تر دولتي ښونځیو ښه دی.
.
دا چې کیسه ولي داسي ده اساسي علت یې داده چې دولتي سکتور کې د ګټي او کار انګیزه نشته
د دولتي ښونځي معلم که کار وکړي یا نه معاش اخلي او مدیر یې هم ټوله هڅه دا وي چې فقط دولتي ارزیابي ته اماده و اوسي نو ټول تمرکز یی د اسناد و او شکلیاتو په برابرولو وي نه دا چې د خپلو فعالیتونو موثریت لوړ کړي
خو خصوصي ښونځي کې که معلم سم درس ور نکړي سبا یی ځای سم معلم نیسي او د مدیر هدف یې هم د کیفیت ،موثریت او مولدیت لوړول وي تر څو یې ګټه اعظمي شي نو په مینه او علاقه کار کوي.

که چیرته په ټول هیواد کې ټولي اداري په همدومره مینه او علاقه کار وکړي او انګیزه موجوده وي د ټول هیواد مولدیت لوړیږی او سرانه درامد د ټولو خلکو لوړیږي د ژوند سطحه یې ښه کیږی او رونق او خوشبختي یې خواته راځي.
شاید تاسو ادعا وکړئ ستونزه په دولتي مدریت کې دی نه په دولتي سکتور کې. ښا راځئ یوه سناریو په نظر کې ونسو تاسو ددولتي تصدي ریس او د یوې خصوصي کمپنۍ مالک سره مقایسه کړئ، د کمپنۍ مالک د خپل کاروبار د بهبود لپاره لس ساعته په اخلاص کار کوي او په هغه برسیره پنځه ساعته په کور هم د کمپنۍ په اړه فکر کوي.
خو ددولتي تصدي ریس سهار په لس بجې له خوبه را پاڅیږي او په له لسګونو باډیګاردانو او ضد مرمۍ موټر سره ددوفتر خواته ځي ،په دفتر کې یې د ښه خدمت له وجي لس تقدیر نامې ځړیږي خو دفتر ته یې څوک د ورتللو جرات نشي کولی نو اوس تاسو فکر وکړئ ددولتي تصدي له خدماتو به خلک راضي وي که خصوصي؟
که هرڅومره دقیقه ارزیابي او ارزونه وي ددولتي تصدي کارکوونکي د ګټي انګیزه نلری او په هماغه شکل کار نشي کولی دا د انسان فطرت دی (که بیا هم نه منئ د فون میس کتاب Human Actions) وګورئ

د نوبل جایزه وړونکي اقتصاد پوهان لکه فون میس، فرید ریک هایک او موری رتبارد د ټولو اداراتو او سازمانونو خصوصی کول پشنهاد کوي دوی وایی سرکونه هوایی لینونه برق اوبه ادارات ښونیزی اداري او حتي پیسې هم باید خصوصي شي. تر څو دا ستونزي حل شي

تاسو څه وایاست؟

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *