یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
افلاطون او د عدالت تعریف
ژباړه: جانداد جهاني
آیا تاسو یوعادل او با انصافه کس یاست؟
« مهرباني وکړئ دا بیرته راکړئ.»
«ولې!؟»
«ځکه چې دا زما دی او تاسو زما څخه په پور اخېستی وو.»
آیا کله هم له داسي حالت سره مخ شوي یاست؟ تصورکړئ د حساب ماشین مو د ملګري نه په پور اخیستی دی اوس مو ملګری غواړي هغه بیرته در څخه واخلي. عادلانه کار څه شی دی؟ ۱-لاندې څلور حالتونه ولولئ او په اړه یې فکر وکړئ. خپل ځواب په تاکل شوي ځای کې ولیکئ: الف- ملګری مو پدې باوري کړئ چې تاسو د حساب ماشین ته اوس هم اړتیا لرئ. ب- تر کومه چې کولی شئ د حساب ماشین ځان سره وساتئ ، ځکه چې هغه ته اړتیا لرئ. ج- د حساب ماشین بیرته ورکړئ ، ځکه چې ستا د ملګري دی نه ستاسو د- هر وخت کولی شې بل ملګری پیدا کړئ ، نو د حساب ماشین له ځآن سره وساتئ ستاسو ځواب————— پوښتنه دا ده چې «عادلانه کار څه شی دی؟» نه دا چې «زما څه خوښیږې یا زما زړه راته څه وایې؟» که چیرته مو د الف او ب ځواب انتخاب کړی وي، یقینآ تاسو به فکر کوئ چې ستاسو علاقه نسبت ستاسو د ملګري د علاقی او شتمني څخه درته ډیره مهه ده. که چیرته «د» مو انتخاب کړی وي ، څیزونه درته د ملګرتیا په نسبت مهم دي او یا لږ تر لږه د دې شي ساتل درته د دې ملګري په نسبت مهم دي. ډېری د “ج” انتخاب غوره کوي ځکه دا دلیل وایي چې دا دحساب ماشین ستاسو ندی.نو حتمآ که وغواړې په هر دلیل دا د حساب ماشین ځان سره وساتې باید بیرته یې خپل خاوند ته ورکړې ځکه چې دا ستاسو ندی. د دې بیلګې نه د عدالت په اړه په کومو ټکو باندی پوهیږې؟ عدالت څه دی؟ دا پوښتنه خپله د فلسفې په اندازه لرغونتوب لري.
فلسفې دا پوښتنه د یونان لرغوني زمانې فیلسوف افلاطون په وخت کې مطرح کړی وه. افلاطون د میلاد څخه د مخکي د ۳۴۷ – ۴۲۷ کلونوتر منځ ژوند کاوه. د خبرو پورته بیلګه دافلاطون د جمهوري په نوم کتاب څخه اخیستل شوې ده، داخبرې موږ ته ښایې چې عدالت په اساني سره پدې ډول تعریف کړو: نورو سره عادلانه چلند کول له عدالت څخه عبارت ده. خلاصه عادل کس هغه ده [ي انصاف ولري. پور باید بیرته ورکړل شي، پدې بیلګه کې انصاف همدا دی. آیا دا ښه تعریف دی؟ راځئ مثال ته لږ بدلون ورکړو(لکه څنګه چي افلاطون په جمهوري نومي کتاب کي سقراط دې ډول خبرو اترو ته هڅوې) فکر وکړئ د ملګری څخه مو سلاح په پور اخلئ پدی وخت کې چې سلاح بیرته ملګري ته ورګړئ هغه عقل له لاسه ورکوي.
اوس د لومړنی تعریف پر بنیاد ، انصاف یعنې د پور شوي څيز بیرته ورکول دي – پدې ځای کې سلاح – ځکه چې د تعریف پر بنیاد پور اخستل شوي باید بیرته ورکړل شي. خو ستاسو په نظر منصفنه کار څه دي؟ ۲-پدې څای کې څلور انتخابه شتون لري، خپل نظر په خالي ځآی کې ولیکئ: ه- سلاح ځان سره وساتئ، هغه ملګری مو متزلزله دی او معلوم ندی که دا سلاح هغه ته ورکړئ څه به پرې وکړي. و- سلاح بیرته ورکړی، ځکه چی دا مو د ملګری ده ز- د یو فیلسوف نه دعدالت تعریف و پوښتئ. کله چې پدې تعریف پوه شوئ، هغه وخت متوجه کیږئ چې باید څه و کړئ. ح- هڅه وکړئ د یو ماهر کس نه د ملګري په هکله مرسته وغواړئ . ستاسو ځواب————– راځئ په ځوابونو نظر واچوو. ۱.د (ح) ځواب وایې چې ملګری ارزښت لري. دا نظر ښه دی ولې مونږ ته نه وایې چې کوم کار عادلانه دی ( آیا باوري یې چې د ملګرتیا په مانا پوهیږي)؟ دویمه پوښتنه وګورئ ۲.د (و) ځواب دا ښایې چې تاسو د انصاف په سم تعریف پوه شوي یاست او غواړئ هغه تعریف عملی کړئ. خو آیا هغه ملګری چې ښایې لیونی وي د سلاح ورکول رښتیا هم سم کار دی؟ ۳.د (ه) ځواب هغه ناوړه پایلې چې یو لیونی سلاح ولري په پام کې نه نیسي. په هر حال، د سلاح ځآن سره ساتل د عدالت د تعریف خلاف دي. آیا د یو ښه کار کولو په خاطر کولی شې عدالت تر پښو لاندی کړې؟ لکه څرنګه چې دا کار سم نه ښکاري. آیا تاسو د (ز) ځواب انتخاب کړی دی؟ که همداسې دی، تاسو کولی شئ د افلاطون د استاد سقراط او د افلاطون د خبرو اترو اصلي شخصیت سره خبرې وکړئ.
جمهوري کتاب د عدالت مانا تحلیلوي مګر لږ په تفصیل سره ده، شا اوخوا ۳۰۰ پاڼې نو کولی شو ووایو، چې عدالت که هر څه دی په اسانۍ سره د درک او تشریح وړ ندی. خو پدې برسیره کولی شو په هغه لاره چې افلاطون غوښتل قدم کیږدو « زه فکر کوم لومړنۍ دنده په ټولنه کې د عدالت ټینګول دي. (الکساندر همیلتن، سیاست پوه )» د فکر کولو تم ځای ۱.آیا باید له دوستانو او دښمنانو سره عادل و اوسو؟ ۲. آیا حق لري له خپل ځان سره ظلم وکړي؟ ۳.آیا کولای شي د خپل ځان په وړاندې هم عادل او منصف و اوسئ افلاطون په دي باور وو چي واقعې عدالت له خپل ځان څخه پیل کیږي ،یعني خپل ځان باید دومره ښه وپیژنو تر څو په خبر ، کړنو او ټاکنو کي د خپل ځان په وړاندي عادالنه رفتار وکړو .
که فکر وکړئ چي څوک یاست؟ له ژوند څخه څه غواړئ ؟ او په کوم دول ژوند کول خوښوئ نو تاسو خپل ځان پیژندلئ او کولای شي د عدالت د ماهیت په اړه هم ځینې تکي کشف کړئ. ددې کتاد د لوستلو په وخت کي کله چي له خپل ځان څخه پوښتنې کوې او هڅه کوي دغو پوښتنو ته ځواب ورکړي په حقیقت کي د خپل ځان په اړه لا زیات زده کوئ. که چیرته د افلاطون نظر سم وي نو په حقیقت کي تاسو د عدالت په اړه لا زیات څه زده کوئ او د فلیسوف کیدلو په طرف باندې ګامونه اخلئ.