ورزش څنګه او له کومه وخته په خلکو کې رواج وموند؟

 ورزش څنګه او له کومه وخته په خلکو کې رواج وموند؟

د بشري ټولنو له پیل او جوړښت سره ورزش هم خپل ځان ډاګیز کړی دی. د مغارو او سمڅو انسانان چي په غارونو کې به يې ژوند درلود په دې اړ کېدل چي دخپلو کورنیو او استوګنې له کورونو څخه د دفاع او ساتني لپاره له وحشي حیواناتو او یا نورو پر دوۍ برید کوونکو انسانانو سره وجنګیږي.

د همدې لامل په اساس په یو غار کې د استوګنې د کورنۍ غړي د فراغت په وخت کې له یو بل سره په تمرین او ورزش لاس پورې کوي، تر څو د ځناورو او یا تیري کوونکو انسانانو د مقابلي لپاره چمتو والی ولري.

کله چي بشري تمدن پرمختګ وکړ، کوچني کوچني ښارونه او ټولنې جوړې شوي، نو د ښارونو او کلیو د دفاع لپاره پوځونه رامنځته شول، په دې موده کې جنګي یا رزمي مشقونو او ورزشونو منظم او منسجم شکل غوره کړ او د هر ښار اوسیدونکو په ځانګړي توګه ځوانانو دنده درلودله، تر څو په دې ډول پوځي دفاعي ورزشونو او مشقونو کې ګډون وکړي. د بابل او سومرو د لرغونی تمدن نه په پاتي شوو لرغونو آثارو کې د بیلا بیلو ورزشونو نښې نښانې لیدل کیږي.

په لرغوني مصر کې هم د ورزش مختلف ډولونه شتون لري، هغه تصویرونه چې د مصر د فرعونیانو په قبرونو پاتې شوي دي دا ډاګیزه کوي چې د میلاد نه ۳۴۰۰ کاله پخوا د مصر خلکو له بیلا بیلو لوبو او ورزشونو سره مینه او علاقه لرله.

هر قوم او قبیلي او د هر تمدن خلکو ځانته ځانګړې لوبې او ورزشونه درلودل. تر ټولو په زړه پورې او حیرانوونکې لوبه د غوایانو په ښکرونو باندې نڅا او رقص ؤ، چي په غټ شمېر کې خلک به يې ځان ته را جلبول او خلکو به په ډیره مینه او شوق د دغې ورزشي نمایش تماشه کوله. رزمي او جنګي ورزشونو لوړ پړاو ته د ایران، یونان او ورم د تمدنونو په رسېدو سره نوې، منظمه او پرمختللې بڼه غوره کړه.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *