د نړۍ ښکلي ښارونه (بوډاپسټ – هنګره)

 د نړۍ ښکلي ښارونه (بوډاپسټ – هنګره)

دا ښکلی ښار د هنګرې هیواد پلازمېنه او د دې هیواد تر ټولو لوی او زیات نفوس لرونکی ښار دی. د ۲۰۱۹م کال جنوري میاشتې د سروې په اساس د دې ښار نفوس ۱٬۷۵۲٬۲۸۶ دی او مساحت یې ۵۲۵ کلیومتره مربع ده.

بوډاپسټ د دې هیواد فرهنگي، سیاسي، سوداگریز، صنعتي او د لیږد رالیږد د خدمت مرکز هم گڼل کیږي.

دا ښار هم د ځینو نورو ارپایي لویو ښارونو په څېر اوږد تاریخ لري.

تاریخي اثارو او مجسمو د دې ښار ښکلا لا زیاته کړي.

دې ښار ته هر کال تر ۴میلیونه زیات سیلانیان د سیاحت لپاره راځي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *