چارلز بابیج؛ هغه ریاضي پوه چې د کمپیوټر تهداب یې کېښود

 چارلز بابیج؛ هغه ریاضي پوه چې د کمپیوټر تهداب یې کېښود

انګلستانۍ فیلسوف، څېړونکی او ریاضي پوه، چې د لمړي ځل لپاره یې د محاسبي ماشین اختراع کړ، کوم چې وروسته بیا په کمپیوټر بدل شو.

چارلز بابیج د ۱۷۹۲م کال د ډسمبر میاشتي په ۲۶مه نيټه د لندن ښار په حومه سیمه کې زیږیدلی، د نوموړي پلار یو سرمایه لرونکی کس وو.

چارلز بابیج د ژوند ډیره برخه په ناروغۍ کې تیره کړي ده، نو له دې امله ډېر بې حوصلي کس وو.

چارلز بابیج سره له دې چې زیاتي ناروغۍ یې زغملي خو بیا هم نوموړي د ریاضي له زده کړي سره ډېره مینه درلوده، چې دا مینه د دې لامل شوه چې نوموړی د ښي زده کړي لپاره کمبریج پوهنتون ته لاړ شي.

نوموړي په ۱۸۱۱م کال کې کمبریج پوهنتون ته مخه کړه، او په ریاضي کې یې زیات پرمختګ وکړ، چې له شل کلنۍ وروسته هغه خپله یو ریاضي پوه په ځانګړي ډول د دیفرانسیل حساب او انتګرال په برخه کې ډیر ښه پوهیده.

نوموړی په ۱۸۱۴م کال کې له پیټر هاوس کالج څخه فارغ شو.

هغه په ۱۸۱۴م کال کې واده وکړ چې اته زامن یې درلودل، له هغو څخه یې پنځه زامن د ماشومتوب په دوران کې مړه شو.

په ۱۸۲۲م کال کې یې په تفاضلي ماشینونو کار شروع کړ.

په ۱۸۲۴م کال کې یې د ریاضي محاسباتو او نجومي جدولونو لپاره ماشین اختراع کړ، چې له دې امله د نجوم سلطنتي ټولني له لوري د سروزرو د مډال ګټوونکی شو.

په ۱۸۲۸م کال کې په کمبریج پوهنتون کې د ریاضیاتو د استاد په توګه دنده پیل کړه چې اووه کاله یې همدا دنده درلوده.

په ۱۸۳۲م کال کې نوموړي د حساب لپاره یو داسي ماشین اختراع کړ چې نه یوازي یو ډول محاسبه یې کوله، بلکې څو ډوله محاسبات یې تر سره کول.

په ریاضياتو کې د هغه وړتیاوي او استعداد د دې لامل شو چې نوموړی د حساب په برخه کې د هغه مشهور ماشین اختراع کړي، چې وروسته بیا په کمپیوټر بدل شو.

د دې ماشین د اختراع لپاره نوموړی اړ شو چې اروپا ته سفر وکړي، تر څو په کارخانو کې کارونه له نږدي وګوري، چې لس کاله یې په اروپایې هیوادونو کې تیر کړل. دې سفر د نوموړي لپاره زیاتې لاسته راوړني درلودي، چې په خپل کتاب «د تولید کوونکو او ماشین آلاتو اقتصاد» چې په ۱۸۳۵م کال کې یې لیکلی، راغونډي کړي.

دا کتاب د نوموړي تر ټولو مشهور کتاب ده، چې نه یوازې د سیاسي اقتصاد په اړه بلکي د مډرن مدیریت په اړه یې هم زیات مطالب په کې ځای په ځای کړي دي.

نوموړي په ۱۸۷۱م کال کې د اکتوبر میاشتي په ۱۸مه نیټه په لندن ښار کې له نړۍ سترګي پتي کړي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *