ایا انسان فضاء کې ژوند کولای شي؟

 ایا انسان فضاء کې ژوند کولای شي؟

ایا انسانان په فضاء کې ژوند کولای شي؟ دې پوښتنې ته به په ډېرې سختۍ سره د هو ځواب ورکړو، یانې ممکن ده، خو دومره اسانه هم نه، چې مونږ یې فکر کوو.

انسانان د دې وړتیا لري چې په ستونزمنو ځایونو کې ژوند وکړي، دا خبره انساني نسل هغه وخت ثبوت کړي چې له ټیکنالوژي او نورو پرمختګونو وړاندې یې د ځمکې په سختو سیمو کې ژوند کول. دوی کولای شوای چې د شمالي امریکا، اروپا او اسیا په یخو او همدارنګه د افریقا او استرالیا په ګرمو سیمو کې ژوند وکړي. اوس هم په ځمکه کې داسې ځایونه شته چې هلته شرایط دومره سخت دي، چې ښایي انسانان په څو دقیقو کې له منځه یوسي، د بیلګي په ډول: تر اوقیانوس لاندې یا هم پ جنوبي قطب کې، خو بیا هم انسانان د هغوی لپاره یوه حللاره پیدا کوي او هلته ژوند ممکن کوي.

مګر د تل لپاره په دغو سیمو کې ژوند کول ښایي ناممکن اووسي، ځکه انسانان دوامداره لمر، خواړو، اوبو، هوا، انرژي او… ته اړتیا لري، چې د دغو موادو انتقال بیا دغو سیمو ته سخت کار دی.

اوس به اصلي موضوع ته راشو؛ فضاء ډېره خطرناکه ده، انسانان له پوره امکاناتو پرته هلته یوه دقیقه هم ژوند نشي کولای. ځکه سربېره پر دې چې هلته اکسیجن شتون نه لري، د حرارت درجه هم ډېر زیات توپیر کوي. او تر ټولو لویه ستونزه بیا د ستورو بېلابېلې زیانمنې شعاعوې دي، چې بې له امکاناتو نه به مو سخت وسوځوي. مګر پر دې ټولو ستونزو سربېره بیا هم انسانانو ورته حللارې پیدا کړي او هلته په سختو شرایطو کې یې هم ژوند ممکن کړی.

همدا اوس د ځمکې په مدار کې د نړیوال فضایي تمځای په نوم د انسانانو لوی تمځای شتون لري چې په هرو شپږو میاشتو کې یې فضاء نوردان بدلېږي. دا تمځای د ځمکې په شاوخوا په ډېر چټک سرعت سره راګرځي، کله چې اسمان صاف وي ښایي له ځمکې هم ولیدل شي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *