یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
د ویټامین D د کمښت زیانونه او سرچینې؛ دلته یې ولولئ
شنه سبزیجات او نارنج د ویټامین D اصلي سرچینه ده. یو پوه تیرنګ نیستانی، په خبرو اترو کې له مهر اژانس سره، د دې مطلب په باره کې چې شنه سبزیجات او نارنج د ویټامین D اصلي سرچینه ده، ویلي، د ویټامین D تر لاسه کولو اصلي سرچینه بوټې لکه، غله جات، حیواني منابع لکه، ساردین ماهیان، شیدي او هګۍ دي.
نوموړي د دې خبري په تائید سره ویلي، چې له لمر سره مستقیم په تماس کې کیدل کولاي شې، د ویټامین D د تر لاسه کولو یوه لاره واوسي . نوموړي ویلي، د ویټامین D تر لاسه کول د بدن دفاعي سیستم د ځواکمنتیا لپاره مهم دي. د ویټامین D کموالی د بدن د فاعي سیستم د کمزورتیا لامل کیږي.
د تغذیه متخصصین وايي، مغذي موادو ته پام کول او د هغوۍ پر وخت پوره کول، د بدن اړتیا ده. د ویټامینونو کموالی، په بدن کې کوم خاص علایم منځته نه راوړي، مګر په اوږده موده کې جدي ستونزي را منځته کوي.