څېړونکي: له ډارونکي لمریز طوفان سره به مخ شو؛ د لمر د خطرناکو ذراتو سرچینه کشف شوي

 څېړونکي: له ډارونکي لمریز طوفان سره به مخ شو؛ د لمر د خطرناکو ذراتو سرچینه کشف شوي

د ایرنا خبري اژانس د ډیلي میل ورځپاڼې په حواله لیکلي، د لمر خطرناک ذرات د لمریز طوفان په جریان کې له لمر څخه راوځي او خپل بهرني اتموسفیر ته داخلیږي. دا ذرات ډېر مهم او خطرناک دي، خطر یې یوازي د فضایي مسافرینو لپاره نه، بلکي د ځمکي د ژوندیو موجوداتو لپاره هم خطرناک بلل کیږي.

څېړونکي ویره لري چې، یوه ورځ به له یوه ډارونکي لمریز طوفان سره مخ شو، چې ډېر وخت به دوام وکړي او ډېر زیانونه به واړوي. اوس مهال د لندن کالج پوهنتون او امریکا د جورج ماسون پوهنتون څېړونکي په دې هڅه کې دي، تر څو د لمر د دې راتلونکي طوفان وړاندوینه وکړي. همدارنګه په لمر کې یې د دې ذراتو د خپریدو مرکز پیدا کړی دی.

دا ذرات په کال ۲۰۱۴ کې د جنوري په میاشت کې کشف شوي دي. د دې ذراتو اساس د لمر پلازما ده، چې د لمر د په لاندیني تاج کې، د لمر منځني اتموسفیر ته نږدي موقعیت لري.

دکتر استفان یاردلی د ” یو. سی. ال. ای ” پوهنتون څیړونکی او د دې مقالي یو تن لیکوال دی، وایی؛ په دې څیړنه کې ، موږ لومړی ځل ولیدل چې ، له کوم ځای څخه لمر دغه قوي انرژي لرونکي لمریز ذرات خپروي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *