ځمکه د سړیدو په حال کې؛ نیمه ځمکه د نوري نیمایې ځمکې په پرتله سړه ده

 ځمکه د سړیدو په حال کې؛ نیمه ځمکه د نوري نیمایې ځمکې په پرتله سړه ده

څیړونکي وایی، نیمه ځمکه د نوري نیمایې ځمکې په پرتله ګرمه ده. د ایسنا خبری اژانس د راپور له مخې، چې د ډیلي میل په حواله یې لیکلي، کومه ځمکه چې په آرام سمندر کې موقعیت لري، د افریقا، اروپا او آسیا د ځمکو په پرتله خپله د تودخي درجه ژر له لاسه ورکوي.

 څیړونکي په دې باور دي چې، د تیرو 400 کلونو را پدیخوا نیمه ځمکه د ارام سمندرونو په بحر پوښل شوي او وچه ځمکه د اوبو لرونکي ځمکې په پرتله زیاته تودوخه لري. د اوسلو پوهنتون زده کړیالان، ځمکه  د ۶۰ درجي جغرافیوي اوږدوالي په اساس په دوه برخو ویشلي. یو یې د اطلس بحر دی او بل یې جنوبي امریکا. د دې څیړنې لپاره دوه مجموعي سره یوځای شوي دې، یو یې په ځمکه کې د موادو د تودوخې درجه او بل یې د لویو وچو حرکت د ملیونونو کلونو په جریان کې تر بحث لاندي نیسي .

څیړونکې وایې، د ځمکې محور په هرو څو ملیارده کاله کې د 149 درجې کیلوین په اندازه سړیږي. همدارنګه د ځمکې نمیایې برخه بحر ده، چې د افریقا لویې وچي په پرتله له ۴۰۰ کاله راپدیخوا ۵۰ درجې زیاته سړه شوي. ځمکه په دوامداره توګه د سړیدلو په حالت کې ده او په پای کې به دا یخ، د مریخ په څېر په یوه نا ژوندۍ ډبره باندي بدله شي. دا کار به څه وخت وشي او ځنګه به وشي؟ څیړونکې بریالې شوې دي، تر څو د ۲۴۰ میلیونه مخکې معلومات راټول کړي او دا معلومات یې په”Geophysical Research letter” کې نشر کړي دي. دا معلومات د ۴۰۰ میلیونه کاله او دایناسورنو د پیدایښت نه مخکې کېسه کوي. له تاریخ څخه مخکي، په هغه وخت کې لويې وچي له اوس سره زیات توپیر لري. د پانګه په نوم لویې وچي شتون درلود، چې له نن نه ۲۰۰ میلیونه کاله مخکي په ټوټو وویشل شوه او اوسنۍ لویې وچي ځیني رامنځته شوي.

دا بدلون لا هم روان دی او د ځمکي کره په هر کال کې یو څه بدلون کوي.

څیړونکې وایې کومه تودوخه چې د ارام سمندر لخوا خپریږي، امکان لري د رودینا لويې وچي لخوا وي. خو اوس هم د افریقا په پرتله ډیر ګرم دي. مګر اوس د افریقا ، آسیا ، اروپا براعظمونو سره د نړۍ په یو اړخ کې او د ارام سمندر ، چې ډیری یې د اوبو پواسطه پوښل شوی ، نړیوال یخ جوړول د ځمکې نیمایي ته اړول کیږي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *