که نهمه سیاره شتون لري، نو مونږ یې ولې نشو لیدلای؟

 که نهمه سیاره شتون لري، نو مونږ یې ولې نشو لیدلای؟

پرسیوال لوول وایي: د لمریز نظام په بهرنیو برخو کې جالبې پېښې د ترسره کېدو په حال کې دي. یو لوی جسم چې حجم یې د ځمکې لس برابر دی، د قوي جاذبې قوې درلودو له امله د لمریز نظام نور اجسام ځانته کشوي. دا نوې سیاره ده، که لمریز نظام له خطر سره مخ دی؟

پرسیوال لوول سوداګر او سرمایه لرونکی کس وو، هغه د مریخ په اړه د یوه کتاب له مطالعې وروسته تصمیم ونیول چې ستورپېژندونکی شي. هغه نږدې څو لسیزې د کائیناتو په اړه له مطالعې او څېړنو وروسته حیرانوونکې خبرې راپورته کړې.

د هغه لمړۍ ادعا دا وه چې په مریخ کې ژوندي موجودات شتون لري، او ده یې ثبوت پیدا کړی، خو وروسته یې ثبوت نشوای کړای.

هغه په خپل شخصي لګښت باندې یو څېړنځای جوړ کړ، تر څو د مریخ په اړه ښې څېړنې وکړي، د دغو څېړنو په دوام کې هغه دا هم وویل چې په مریخ کې ښکارېدونکې نښې د دې سیارې له قطبونو څخه د اوبو د انتقال لپاره د یو چا په لاس جوړ شوي ځایونه دي، خو وروسته د نورو ادارو د څېړنو په پایله کې په ډاګه شوه، چې دا غرونه او د اور غورځوونکو نښې، خو د بې کیفیته تلسکوپونو په وسیله د اوبو د نښو په څېر ښکاري.

هغه له دې وروسته تصمیم ونیول چې د لمریز نظام نهمه سیاره پیدا کړي، د (ایکس) په نوم فرضي سیارې پسي یې زیات وکتل، خو په دې ونه توانېدل چې هغه سیاره وویني.

ښاغلی پرسیوال په دې باور وو چې ایکس د لمریز نظام نهمه او تر ټولو لرې سیاره ده، خو ثبوت یې نشوای کړای. هغه له ډېرو بې پایله څېړنو وروسته عصبي ستونزې هم پیدا کړې او بلاخره د ۶۱ کلونو په عمر ومړ.

د هغه له مرګ وروسته د نوموړي ټیم تر ۲۰۲۱م کال پورې په دې سیارې پسې پلټنې وکړې، خو پیدا یې نشوای کړای.

د دوی تر ټولو ستره ستونزه دا وه چې په یوه نوي ډول یې څېړنې کولې، هغه دا چې: کله چې ساینس پوهان په فضاء کې کوم نوی شی وویني، نو د هغه په اړه څېړنې شروع کړي. خو د پرسیوال ګروپ بیا په دومره لویو کائیناتو کې په یوه مشخصه فرضي سیاره پسې ګرځېدل، دا داسي مثال لري، لکه په سلهاوو خرواره پروړه کې چې په یوه ستن پسې ګرځئ. کوم کار چې خلک ورته لیونتوب وایي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *