روسیه او چین د ځمکې په مدار کې تمځای جوړوي

 روسیه او چین د ځمکې په مدار کې تمځای جوړوي

د روسیې فضایي سازمان (روسکوسموس) وایي، چې د چین د فضاء ملي سازمان سره یې تړون لاسلیک کړی. او د ځمکې د مدار په پار یي څېړني او خبرې کړي دي. د دواړو هېوادونو د فضایي سازمان په تړون کې راغلي دي، چې دا فضایي تمځای به د ټولو هیوادونو لپاره د استفادې وړ وي.
په نوموړې خبرپاڼه کې په چیني ژبه ذکر شوي، چې روسیه او چین په کډه د فضايې علومو د لا ښې څیړنې په موخه خپلې تجربي او مشهوري سره شریکوي او د ټولو تجهیزاتو په استفادې او یو بل سره په پوره همکاري غواړي چې څېړني وکړي او په فضاء کې نړیوال تمځاي جوړ کړي. دا په داسي حال کې ده چې روسیه د انسانیت له پلوه د الوتنې لومړۍ کلیزه لمانځي. او د چین فضايي څېړونکي او متخصص د فرانسې فضايي سازمان ته ویلي چې دا یو ه لویه او مهمه پروژه د دې فضايي تمځای د جوړېدو په موخه باید له چین سره په نړیواله کچه همکاري وشي. چین نسبت نورو هیوادونو ته، فضایي څېړنې ناوخته شروع کړې، له دې سره سره بیا هم چین په ډېري چټکۍ سره فضايي څېړنې په مخ بیایي او ښه نومنه یې تېر کال له سپوږمۍ څخه د ډبرې راوړل دي، چې دا کار یي په لمړي سر کې نړیوالو ته نمایشي ښکاره شو، خو وروسته دا هېواد په فضایې کشف کې بریالی وبلل شو.
روسیه له له هغو هیوادونو څخه شمېرل کېږي، چې له زیاتې مودې را هیسي فضایي څېړني کوي.
‎همدارنګه امریکا متحده ایالاتو پلان لري چې تر 2024م کال پوري یو بل سپوږمیز ماموریت ترسره کړي. دا ماموریت د ارټیمیس په نوم یادېږي، چې یو نارینه او یوه ښځینه به په کې سپوږمۍ ته ولېږي. دا په داسې حال کې ده چې له ۱۹۷۲م کال راهیسي بل انسان سپوږمۍ ته ندی تللی.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *