په لاندې طریقو سره کولای شئ، د ویني سرطان مخه ونیسئ

 په لاندې طریقو سره کولای شئ، د ویني سرطان مخه ونیسئ

که تاسو غواړئ چې د ویني له سرطان څخه ځان وژغورئ، نو لاندې سپارښتنې عملي کړئ:
1. د صحي خوراکي موادو څخه ګټه اخیستل کولای شي ستاسو بدن د بېلابېلو ناروغیو په مقابل کې قوي کړي.
2. د امکان تر حده په خوراکي موادو کې له سبزیجاتو او تازه میوو څخه ګټه واخلئ.
3. هره ورځ ورزش کول کولای شي ستاسو د بدن دفاعي سیستم قوي کړي.
4. له ویټامین ډي څخه ګټه اخیستنه: ویټامین ډي د انسان د بدن د روغتیا لپاره ډېره ګټوره ده، چې له ډلې یې کولای شو ووایو چې ویټامین ډي د ویني له سرطان څخه هم مخنیوی کوي. د ویټامین ډي لاسته راوړلو لپاره تر ټولو غوره لار دا ده، چې د باندې وګرځئ یا هم هره ورځ لس دقیقې لمر ته کینئ، ځکه ستاسو بدن کولای شي د ورځې په لس دقیقو کې د دوبي له ګرم لمر څخه لس زره واحده ویټامین ډي تر لاسه کړي، چې دا د ویني د سرطان د مخنیوي لپاره غوره لار ده. مګر د ژمي لمر بیا دا اړتیا نشي پوره کولای، نو تاسو کولای شئ په ژمي کې د خوراکونو له لارې د خپل بدن د اړتیا وړ ویټامین ډي پوره کړئ، چې د ویټامین ډي تر لاسه کولو لپاره ښه خواړه د ماهیانو خوراک دی.
5. د دغو تر څنګ تاسو باید هره شپه په پوره اندازه خوب وکړئ، ځکه خوب د انسان د بدن په روغ ساتلو کې ډېره ګټه لري، خوب کولای شي د انسان د بدن دفاعي سیستم قوي کړي، چې دا د نورو نارغیو تر څنګ د ویني له سرطان څخه هم مخنیوی کوي، او بې خوبي بیا بر عکس د روغتیا لپاره ګڼ زیانونه لري.
د پورته طریقو په عملي کولو سره کولای شئ، د ویني سرطان له خطرناکې ناروغۍ څخه مخنیوی وکړئ.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *