یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
که په کال سنټر کې کار کوئ، نو ستاسو دندي به هم ډېر ژر روبوټان ونیسي
هغه کسان چې د بانکونو، شرکتونو او نورو کارځایونو اپراتوران دي، د پيریدونکو اړیکو ته د موبایل له لارې ځواب ورکوي او د هغوۍ پوښتنې ځوابوي. دا کسان به ډېر ژر خپلې دندي له لاسه ورکړي. ځکه د دوۍ ځای به روبوټان ونیسي. اوس هم ځیني داسي سیستمونه رامنځته شوي چې، د پيریدونکو اړیکو ځینو عمومي پوښتنو ته اتوماتیک ځوابونه ورکول کیږي، خو په نږدي راتلونکي کې به ټکنالوژي پرمختګ وکړي او داسي سیستمونه به هم رامنځته شي چې، روبوټان پیریدونکو ته په انفرادي ډول ځواب ورکړي او د هغوۍ ټولي پوښتنې ځواب کړای شي.
د بیلګي په توګه: په افغانستان کې روشن، اتصالات، افغان بیسیم او نوري مخابراتي شبکي کال سنټرونه لري او په دې برخه کې یې ګڼ شمېر ځوانان ګمارلي. دوۍ دې کارکوونکو ته معاشونه ورکوي او د دې معاشونو په بدل کې هغوۍ هره ورځ په متوسط ډول هر کارکوونکی ۲۰۰ اړیکو ته ځواب ورکوي.
د پخوا په نسبت دې شرکتونو اوس هم داسي سیستمونه فعال کړي چې، پيریدونکي اړتیا نلري تر څو د خدمتونو له مرکز سره اړیکه ونیسي، خو په نږدي راتلونکي کې به دا ډول شرکتونه اصلا اپراتورانو ته اړتیا ونلري.