یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
مشهوره سندرغاړې، آریانا سعید څو ساتونکي لري؟

په افغانستان کې له یو خوا امنیتي وضعیت د ډاډ وړ ندی، بل خوا د ډېرو ساتونکو او زرهې موټرونو ګرځول او درلودل د سرمایه لرونکو، مشهورو او موقف لرونکو کسانو تر منځ په یو رقابت باندي اوښتی دی. د زرهې موټرو او ډېرو ساتونکو په دې ګرم بازار کې د چارواکو، سیاستوالو او سرمایه دارانو تر څنګ مشهورو سندرغاړو هم د زرهې موټرو او ساتونکو شمېر زیات کړی دی. دوۍ هم د ډېرو ساتونکو او زرهې موټرو په درلودلو کې رقابت کوي.
آریانا سعید چې مشهوره سندرغاړې ده او په هېواد کې او له هېواد څخه بهر ګڼ مینه وال لري، په دې وروستیو کې یې افغانستان ته یو ځل بیا سفرونه ډېر کړي. نوموړي له یو خوا د طلوع تلویزیون د افغان ستوري په سندریزه خپرونه کې د مربي رول لوبوي او د هغه ترڅنګ په فرهنګي او سپورتي برخو کې ځیني خیریه کارونه هم پخپل لګښت تر سره کوي. آریانا سعید چې له هېواد څخه بهر هم ډېر کنسرټونه لري، د سندرو په ویلو کې يې ډېري پیسي تر لاسه کړي.
داسي ویل کیږي چې، چې د نوموړي پیسي تر ۱۰۰ میلیونه ډالر هم اوړي. آریانا سعید کله ناکله خیریه کارونه هم پخپل لګښت ترسره کوي، خو د هغه ترڅنګ یې په دې وروستیو کې د یو نوي سپورتي بنسټ پرانیسته هم کړي. د دې په خبره چې، افغانستان د سپورت په ډګر کې ښه ځلیدلی او غواړي چې له افغان ځوانانو سره په دې برخه کې لا ډېره مرسته وکړي. آریانا سعید دوامداره په کابل کې درې زرهې موټر او ۲۴ ساتونکې لري. کله چې نوموړې کابل ته راځي نو یاد کسان د آریانا سعید امنیت نیسي. دې امنیتي کسانو ته هم آریانا سعید له خپلي شخصي سرمایې څخه معاش ورکوي.
آریانا سعید له قد نه ټیټه او په عمر پخه میرمن ده، چې څو کاله وړاندي یې له خپل یو همکار سره هغه مهال واده وکړ، کله چې نوموړي د یو کنسرټ په پای کې ورته د واړه وړاندیز وکړ. دا کس حسیب نومیږي چې، له ډېره وخته د آریانا سعید د موسیقۍ د ټیم غړی پاتي شوی دی.