یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
صفدر توکلي، « سلطان دمبوره»؛ دلته یې لا ډېر وپیژنئ
صفدر توکلي په کال ۱۹۴۲ م کې د بامیانو ولایت په یکاولنګ کې یږیدلی او په افغانستان کې د موسیقي غږوونکی دی. نوموړي د افغانستان د هزاره میشتو سیمو د سنتي موسیقۍ تر ټولو مشهور نوازنده او سندرغاړی دی. نوموړي ته اوس د افغانستان د سلطان دمبوره لقب ورکړل شوی دی. صفدر توکلی په قوم هزاره دی او د افغانستان مشهور سندرغاړی دی.
په ځانګړي توګه په هزاره میشتو سیمو کې له ځانګړي محبوبیت څخه برخمن دی. نوموړی د هزاره ګي شعر او موسیقۍ ځانګړی سبک لري. هغه خپله شعر جوړوي او سندري هم وايي. هغه د دمبورې په غږولو کې ځانګړی مهارت لري. همدارنګه په سنتي او سیمه ایزه موسیقي کې په ځانګړي سبک او فلکلور مشهور دی. نوموړي په ځواني کې له موسیقي سره ځانګړي مینه درلوده، له همدې امله له بامیانو څخه کابل ته را کډوال شول او په کابل کې يې د کیسټو یو کوچني دوکان درلود.
خو په خپلو هنري هڅو ته یې دوام ورکړ او د دې هڅو په پایله کې یې د افغانستان ملي تلویزیون ته لار پیدا کړه. د سیمي بېلا بېلو هېوادونو ته یې هنري سفرونه کړي او د څه مودي لپاره یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنري ډلې سرپرستي هم کړي ده. صفدر توکلي تر ډېره وطن او ملي یووالي ته سندري ویلي، د افغانستان د ځینو نورو مشهورو سندرغاړو په څېر له اقتصادي ستونزو سره هم مخ دی.
نوموړي د شهرت په اوج کې هم سرمایه دار شوی ندی. د صفدر توکلي تر ټولو مشهوري سندري مطلع په دې ډول ده: اګر از بامیان و قندهاریم – همګی پګ براریم صفدر توکلي خپل ځانګړی هنري ټیم درلود او ډېر زیات زده کوونکي یې په همدي ډګر کې روزلي دي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت تازه صفدر توکلي ته د سلطان دمبوره لقب ورکړی دی.