یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
موږ ته د خدايي خدمتګارو پيغامونه! (درېیمه برخه) لېکنه: څېړنوال عبدالغفور لېوال
هېواد وداني
باچا خان او خدايي خدمتګارو دا موندلي وه، چي د افغان ولس د ژغورني راز په خپل لاس د دوی د ملک په ودانۍ کې دی. له خپلو اقتصادي سرچینو څخه کار اخیستل او پر خپل توان او امکاناتو تکیه یې ورښودله. زموږ دا ستونزه نن لا پسي ښکروره شوي ده، هغه وخت خو مو لا په دودیز اشرونو خپلې ویالې او لاري جوړولي، اوس د هغه د آبادۍ لپاره هم امریکا او انګریز ته په تمه یو. د کور د شا لښتی هم باید موسسه پاک کړي او د کور خځلي هم که بل څوک راوباسي ډېره به ښه وي.
بابا خپل کارونه خپله کول. ما يې یوه ویډیو ولیدله، چي په کې بابا هند ته ورسید، له الوتکي چي کوز شو، دهند د لومړۍ وزیرې په ګډون نیمايي سرکار او زرګونو خلک ورته هوايي ډګر ته راغلي وو، سم چې د الوتکې له دروازې راووت د تشریفاتو مامورینو ور منډه کړه، له بابا سره د جامو او اړتیا وړ توکو یو کوچنی پنډکی و، چي په سپین ټوکر کې غوټه شوی و، مامورینو ترې اخیسته خو بابا ورنه کړ، راکوز شو، دا ځل کوم وزیر وړ وړاندي شو، هغه ته يې هم ورنه کړ، د فلم بله صحنه په دولتي میلمستون کې وه، چي بابا هلته بوول کېده، تر وروستیو شیبو یې خپلي جامي تر څڼګ نیولي وي. موږ خو لا یو کوچنی ریاست ګوټي ته نه یو رسیدلي، چې د ګاډي دروازه په بل پرانیزو او لکه ناوې په ډیرو نخرو راکوزیږو.
دا یوازي اخلاقي لوړتیا نه وه بلکي بابا غوښتل دا خلک پرخپلو پښو د درېدلو چل زده کړي. بابا اصلي غیرت دا ګڼل چي خپل ملک او خپل هیواد ودان کړو، معاصر غیرت همدا دی، هغه ویل: اې پښتنو! ستاسو کور وران شوی دی راپاڅئ او خپل کور بېرته ودان کړئ! او دا خبره یاده لرئ، چي تاسو د یوه باتور نسل سره تعلق لرئ! ایکنات سوارن ۴۰
بي تمي ټولنیز سیاسي کار
ښايي په نړۍ کې به لږ ولسونه د افغانانو په څېر وي، چې د خپل ګډ برخلیک لپاره خپل خوښي او داوطلب کار ته يې ملاوې ماتې وي، د ځان ژغورني، هېواد ژغورنې، یو بل ته د مرستې، بې اجورې او بې تنخواه ګډه هڅه چې ټول چاپيریال یې هوسا شي، نه يې پخوا پيژنده او نه هم نن ارزښت ورکوي. دخدايي خدمتګارانو د رامنځته کېدو یو هدف هم د همدې تشي ډکیدل و. باچاخان وايي: موږ پښتانه خدايي کار او خدمت هغه کار او خدمت ته وایو، چې بې د کومې تمې، غرض او اجرت نه د خدای ج د پاره کوو او خدای ج خو خدمت ته ضرورت نلري، د خدای ج د مخلوق خدمت د خدای ج خدمت دی. ج ج ۳۵۶
ښايي خدايي خدمتګار لمړنی افغاني غورځڼګ و، چې دې باور ته ورسېده: تر هغې چې ټولنه هوسا نه شي، فرد نه شي هوسا کېدای.
نن هم له هغې ځانځانۍ څخه ځوریږو، هغوی چې پيسي، زور، پوهه یا صلاحیت لري، په هماغومره ګټه يې بسیاینه کړي، چي د ده اود کورنۍ ژوند يې پرې وشي، نور يې که ګاونډ ناروغ او هیوادوال وږي او وزګار و، دی د مسؤلیت احساس نه کوي.
خدايي خدمتګارو د ټولنیزي رفاه عملي چوکاټ او فکر وړاندي کړ خو موږ تر ننه عملي نشو کړای.
ادامه لري…
تېره برخه:
راتلونکې برخه: