ګل پاڼه: سور رنګ دمیني، ژوند او بریا رنګ دی؛ دا رنګ مې خوښیږي

 ګل پاڼه: سور رنګ دمیني، ژوند او بریا رنګ دی؛ دا رنګ مې خوښیږي

مشهوري سندر غاړې ګل پاڼې پخپله فیسبوک پاڼه په سور رنګ جامو کې خپل انځورونه خپاره کړي او په انګلیسي ژبه یې وروسره لیکلي، سور رنګ د میني رنګ دی، سور رنګ د ژوند رنګ دی او سور رنګ د بریا رنګ دی. له نن څخه دوه ورځې وړاندي د ویلنټاین یا عاشقانو ورځ وه، سور رنګ ډېری وخت خلک د میني او عشق په مانا سره تعبیروي او په دې ورځ هم، هغو کسانو چې ویلنټاین یې نمانځلی، سور رنګ ډېر کارولی.

په کابل کې هم هغو کسانو چې د عاشقانو ورځ یې نمانځله یا هم په هغو ځایونو کې چې د عاشقانو ورځ نمانځل کېده، له سور رنګ څخه ډېر کار اخیستل شوی و.

بل خوا سور رنګ د خطر په مانا سره هم تعبیریږي. ډېری وخت په نښو نښانو کې، په ځانګړي توګه په ښارونو کې په ترافیکي نښو نښانو کې له سور رنګ څخه ډېر کار اخیستل کیږي. یا هم هغه ځایونه چې خطر په کې زیات وي، نو په سور رنګ سره نښاني کیږي. د هغه تر څنګ په سیاست کې هم دا رنګ ډېر کاریږي، ډېری وخت سور رنګ د چارواکو یا سیاستوالو جدیت او نه انعطاف ښيي.

نږدي ټول سیاستوال خپل ارزښتونه او ګټې د سرو کرښو په نامه یادوي. مانا یې دا وي چې، له دې ګټو او ارزښتونو څخه په هیڅ صورت نه تیریږي. په دې ټولو سربیره سور رنګ، د مبارزې رنګ هم دی، ځکه د ویني رنګ دی. همدارنګه د ډېری هېوادونو په بیرغونو کې هم له سور رنګ څخه کار اخیستل شوی، چې مختلفي مانا ګانې لري. ښه بیلګه یې د افغانستان، امریکا، ترکیې او ځینو نورو هېوادونو بیرغونه دي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *