یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
موږ ته د خدايي خدمتګارانو پيغامونه! (لمړی برخه) لېکنه: څېړنوال عبدالغفور لېوال
خدايي خدمتګاران څوک وو او موږ څوک یو؟ راځئ دا به سره په لنډو وپېژنو:
لمړی به خدايي خدمتګاران د دې غورځنګ د بنسټوال ارواښاد باچاخان له خپلې ژبې وپېژنو.
لنډیز: (( په ۱۹۲۹ کې چي موږ له لاهور څخه راستانه شوو نو په اتمانزو کې مو لویه جلسه وکړه، په جلسه کې مې خلکو ته وویل: تاسو ویده یاست، سړي خو لا څه کوئ، چي د هېندوانو ښځې هم بیداري شوي او له خپلو سړو سره یو ځای د ملک د آزادۍ جد وجهد کوي…. زما خبرو پرخلکو اغیز وکړ، سباته زموږ د کلي یو شمېر ځوانان راغلل، چي راځئ یو جماعت جوړ کړو، ماورته په دې اړه د بیا بیا فکر کولو سپارښتنه وکړه خو دوی هر راز سرښندنې ته چمتو وو، په دریم ځل چي راغلل نو ما ورته وویل چي د خدای ج د مخلوق د خدمت لپاره د راپاڅېدلو پښتنو په جماعت به داسي نوم ږدو چې د پښتنو په ذهن کې د خدای ج لپاره د خدمت خیال پيدا شي ځکه له دوس سره خو د خپلو خلکو د خدمت خیال هسي هم نشته. د شپي زما ذهن ته د خدايي خدمتګارانو نوم راغی او سبا ته د ټولو همدا نوم خوښ شو، چي وروسته يې د په پښتنو کې بشپړ اثر رسوخ پيدا کړ….)) زما ژوند او جد و جهد ۳۵۶-۳۵۸ مخونه.
موږ څوک یو؟!
د خدايي خدمتګارو د تحریک تر جوړېدو نږدي یوه پيړۍ وروسته د هماغه بابا زوزات چې لا هم دوه پر یوه لاره نه ځو، وږي، بربنډ، نالوستي، متشدد، د سیمې او نړۍ د زورورو تر پښو لاندي دل شوي، وران ویجاړ، احتیاج، سوالګر اود پردیو په لاس، ټوپک او اشاره د خپلو وروڼو او خویندو وژونکي وګړي، چې د هغې زمانې افغان شعور ته هم بېرته نه شو ور رسېدلای.
هغه ولس چي له تاریخي پلوه په دوه درې ټوټو ویشل شوی و خو اوس به دنړۍ داسي هېواد کم پيدا شي، چي زموږ کډوال نه وي په کې پراته، هغه ولس چي له سوري شیرشاه او ستر خوشاله نیولې تر باچاخانه پورې يې ډیر مشران د یووالي، خپلواکۍ، پوهې او پرمختګ په ارمان زاړه چاودي خاورو ته تللي دي.
زه غواړم همداسي یوه ولس ته د خدايي خدمتګارو لرغونی پیغام په همدې ننني دوزخ کې یو ځل بیا تکرار کړم، ګوندې د هاغو مېړنیو له دې چي موږ پند ترې واخلو، زده کړه ورڅخه وکړو او پربنسټ يې خپله راتلونکې جوړه کړای شو، بل هېڅ ارزښت او ویاړ نه شي ګڼل کیدای.
اوسني افغانان او ملي مشرۍ تشه:
زموږ د لر و بر افغانانو یوه اوسمهالې ستونزه د داسې ملي مشرۍ تشه ده، چي د کړکېچ په مهال د یوه لوی اکثریت د راخوځولو وس ولري او د مثبت بدلون رامنځته کولو په لوري يې رهبري کړای شي. خدايي خدمتګارو د همداسي یوې مشرۍ د رامنځته کولو تاریخي هڅه پېل کړې وه خو دوس ته مشري د پاچاهي په مانا نه وه، بلکې د ولس د رهبرۍ او له بدمرغۍ څخه د ژغورنې د هڅې په مانا وه: باچااخان د ملي مشرۍ تعریف لا پخوا کړی و: ( دا تاسو چي زما د بادشاهۍ جغې وهۍ نو چي دا تحریک موږ شروع کړی دی، دا خو د باچايۍ د پاره نه دی، چې زه باید بادشاه شم او که چیرې تاسو ما بادشاه کړئ نو اول خو په اسلام کې باچايي نشته او بل چي ستاسو به خاورې په سر شي او زما به مزې وي. نو تاسو پوه شئ، چي نه ما او نه بل خپل باچا کړئ. موږ باچایان جوړول نه غواړو، باچایانو ته مو ضرورت نشته.
زموږ به یو مشر وي او د قوم په رایه او مشوره به وي او هغه سړی به وي، چي هغه نیک ایماندار او د قوم اوملک خیرخواه وي. تکلیفونه او قربانۍ او ډیر خدمت يې د قام او ملک لپاره کړی وي او چي د دې مشرۍ اهلیت او پوهه هم په کې وي) جدوجهد ۵۲۷مخ
تاسو ولیدل چې پاچاخان د خپل تحریک یو هدف دا باله، چې افغانان د یوې ملي مشرۍ خاوندان شي، داسي یوه مشري، چي باداري نه؛ بلکې د قوم خدمت وکړای شي.
بابا د ملي مشرۍ د تشي ارمان یو بل ځای هم کړی دی: ( خلک وايي پښتون ترقي ونه کړه او په ورانو لارو روان شوی دی. لیکن حقیقت دادی، چي پښتنو ته چا سمه لاره ښودلې ده؟! چا ورانو نه منع کړي دي او دوی منع شوي نه دي؟
هی افسوس د نورو قومونو په شان د دوی غمخور نشته، د دوی شپون نه شته ځکه خو يې شرمښان خوري او ماتوي) جدوجهد ۳۱۷ مخ
عجیبه داد ه چي تر دې ارمانه نیمه پېړۍ وروسته لا هم زموږ شپون نشته او لامو هم شرمښان خوري او ماتوي.
ادامه لري…
راتلونکې برخه