له خوب مخکې باید څه وخورو؟ شپږ خوراکونه او څښاکونه

 له خوب مخکې باید څه وخورو؟ شپږ خوراکونه او څښاکونه

خوب د انسان د روغتیا لپاره تر هر څه ډېر مهم او ګټور دی، چې کولای شي ستاسو مغز فعال وساتي او دفاعي سیستم مو قوي کړي. د هغه تر څنګ د زیاتو ناروغیو خطر هم کموي.

دلته به درته شپږ داسې خواړه معرفي کړو چې تر خوب مخکې خوړل یې ګټه لري او د ښه خوب لامل کېږي.

  • بادام: بادام په پراخه کچه مګنیزیم او ملانین لري چې د خوب د تقویت لپاره ډېر مهم دي.
  • د فیل مرغ غوښه: د فیلمرغ غوښه ډېر پروتین او ټریپټوفان لري، کوم چې خوب راوړونکي دي او د ارام خوب سبب کېږي.
  • کېوي: کېوي سروټونین او انټي اکسایډونه لري چې د خوب کیفیت ښه کولو کې مرسته کوي.
  • د الوبالو اوبه: د الوبالو اوبه د ملاټونین هورمون د قوي کېدو لامل کېږي چې تاسو سره د ښه خوب په کولو کې مرسته کوي.
  • غوړ لرونکی کب: غوړلرونکي کبان ویټامین ډي او غوړامګا۳ اسیدونه لري، کوم چې د ښه خوب کولو سبب کېږي.
  • سپینې وریځي: سپیني وریځي لوړ ګلسیمي GI لري چې خوړل یې تر خوب مخکې ډېر ګټور دی، او خوب تقویه کوي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *