طنز- موږ څنګه انقلاب وکړ؟ (څلورمه برخه)

 طنز- موږ څنګه انقلاب وکړ؟ (څلورمه برخه)


لیکنه: عزیز نسین

ژباړه: عصمت تره کی

په ډیره جذباتي انداز مي په میکروفون کې خبري کولي چي ښاغلی سرهنګ راننوتل او ويې ویل:

– هسي ځان مه ستړی کوه، نه ویني چي باران دی، دستګاه کار نه کوي، خبري نه خپریږي.

– نو څه وکړو؟ څنګه خلک خبر کړو چي موږ انقلاب کړی دی؟ که د دې هیواد هر وګړي ته لیک ولیږو چي موږ انقلاب کړی!

سرهنګ وویل: تر لیک لیږلو بیا زما په نظر ټلیفون ښه دی. . . ګوره که ستا ټلیفون کار کوي، خپلو ملګرو ته خبر ورکړه او د هغه تر څنګ ورته ووایه چي نور خلک هم خبر کړه.

د یو ملګري شماره مي ډایل کړه، له هغې خوا خوب وهلی غږ راغی:

– امر وکړئ!

و مي ویل: د انقلاب له کمیټي مي زنګ وهلی!

پوښتنه یې وکړه: څه شی؟ د څه شي کمیټه؟

ومي ویل: موږ انقلاب کړی دی.

له هغې خوا ځواب راغی: خدای دې تاسي خوشاله لري. ژوندي اوسئ. له ډیره وخت د دې خبر په انتظار وم. جنابه ستاسو نوم څه دی؟

و مي ویل: ستوان یم. انقلاب په ښه ډول ترسره شو. هیله کوم نورو ته هم خبر ورکړه!

له هغې خوا غږ راغی: دغه کوم ځای دی؟

ځواب مي ورکړ: دا د راډيو سټډیو ده. خو تاسو څوک یاست؟

له هغې خوا ځواب راغی. زه د دې ښار د پولیسو رئیس یم. اوس درځم او د کودتا کولو خوند درښیم.

ټکان مي وخوړل، ټلیفون مې له لاسه ولوید او زه هم سرهنګ ونیولم، کنه په ځمکه لویدم.

سرهنګ وپوښتل: خیر خو به وي؟ څه خبره ده؟

ځواب مي ورکړ: زر در ووځه چي اوس زه او ته دواړه نیول کیږو.

– څوک ؤ؟ څه شوي؟

ومي وویل: ټلیفونونه وصل سوي، د ملګري په ځای رانه د پولیسو شماري ته زنګ تللی!

له دې خبرې سره د سرهنګ پښي هم ولړزیدي. دواړه په منډه ووتلو او نږدي تر یو پل لاندي تر سهاره پټ سوو.

سبا ورځ خپلي دندي ته ولاړو. لږ وروسته زموږ رئیس زه خپل دفتر ته وغوښتم او ويې ویل:

– مخفي سرچینو خبره ورکړی، که پرون شپه باران نه وای، یوه ډله خلکو انقلاب ترسره کاوو او دولت يې نیول.

ورغبرګه مي کړه: ښاغلیه! امر راکړئ، چي انقلابیان ژر تر ژره ونیسم.

رئیس راته وویل: نه . . . ښه خبره نده. . . پریږده يې د انقلابیانو مخه نشو نیولای. فقط الوتکي تیاري کړئ، پاسپورټونه آماده کړئ، سفر خرڅ هم تهیه کړئ، که چا انقلاب کاوو چي موږ زر وتښتو.

له هغې ورځي راهیسي پنځه کاله تیر شوي. زموږ ملت لا تر اوسه نده خبر سوی، چي پنځه کاله مخکي دا دولت سقوط کاوو، خو کاش باران نه وای شوای او زموږ کار يې نه وای را خراب کړی.

خو موږ له دې تصمیم څخه تر اوسه نه یو منصرف شوي. لا هم مناسب فرصت ته په تمه یو، انقلاب حتما کوو خو دا ځل پخواني اشتباهات هم نه تکرارو.

لمړی دا چي د اوړي په ګرمو شپو کې انقلاب کوو، دوهم دا چي لوړو مقاماتو او رئیسانو ته مخکي لا خبر ورکوو، تر څو دوۍ د تیښتي لپاره خپلي غوټي وتړي.

پای

تېره برخه:

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *