ویدي پیر (دوره) کې د ښځو حال (لمړۍ برخه)

 ویدي پیر (دوره) کې د ښځو حال (لمړۍ برخه)

ژباړه او راټولونه: حمایت ارمان

د هندو میتالوژۍ خبره چې کله کوو نو هغې کې د اوشا، سیتا، پاروتي یا پاربتي، درو پدي، شکنتلا او د مینتي یادونه حتمن کیږي.


رګ وید په نړۍ کې لرغونی مذهبي کتاب ګڼل کیږي، کوم چې د هندوانو مذهبي کتاب دی او هغوی ته ډیر مقدس دی. دا ویدونه څلور دي.

1.رګ وید

2.یجر وید

3.سام وید

4.اتهر وید

له دې نه پرته په برهمڼ مذهب کې نور کتابونه هم شته چې دوی ته مقدس دي چې له دهغې جملې نه دوه اوږده حماسي نظمونه رامایڼ او مهابهارت او اُپنشد (د ویدونو تفاسیر) دي او ۸۱ پرانه دي.

په دې مذهبي کتابونو کې دیوتاګانو سره د دیوو یا دیویانو یادونه هم شوې ده. د حیرانۍ خبره خو دا ده کله چې د دیویانو یادونه کوي نو ډیره ستنوزمنه شي چې دا د کومې مقدسي هستۍ ذکر کوي که د کوم طوائف (ډمې) مثلاً د ویدونو شاعر د دیوي اوشا قیافه داسې بیانوي: اوشا یوه ښایسته پيغله وه چې ځینې وخت به دهغې مور هغه په ښایسته ګاڼو سمبال کړه او د یوې شوخې رقاصې په بڼه کې به یې خلکو ته وړاندې کوله او کله به یې زر-زري لباس ورواغوستو لکه د ناوې په څېر به یې تیاره کړه او ناز او نخرې به یې کولې.

په ویدک زمانه کې طبقاتي نظام خپل اوج ته رسیدلی وو. چې د لوړې طبقې والا به په ټیټې طبقې باندې ظلم زیاتی کاوه. هندو ټولنه په څلورو طبقو ویشل شوې وه.

1.برهمڼ

2.کشترې

3.وایشیا

4.شودر

تر ټولو لوړې او امتیاز لرونکې طبقې خلک پکې برهمڼ او ټیټې طبقې خلک پکې شودر وو. شودر د هندو ټولنې هغه بدبخته طبقه خلک وو چې نه ورته د زده کړې حق حاصل وو او نه هم د کوم مذهبي کتاب لوستلو حق، تر دې پورې چې برهمڼو ورسره ډوډۍ هم نه خوړله.

په ویدي زمانه کې د ښځې ټول انساني حقوق تر پښو لاندې شوي وو. له ښځې د وينځې په توګه ګټه اخيستل کيده، که هغه به د ټیټې طبقې ښځه وه یا د لوړې طبقې.

ستي دود خپله د دې خبرې لوی ثبوت دی چې د ښځې هیڅ حیثیت نه وو. ښځې د خُلع او میراث هیڅ حق نه درلود. خپلوانو به يې مال او دولت خپلو کې سره ویشلو خو ښځې ته به پکې هیڅ حق نه ورکول کیده. له مذهبي زده‌کړو نه به هم محرومه پاتې کیدې.

سنسکرت کې ښځې ته دوهتر (لرې کړای شوې) او میرمن ته پتنی (مملوکه) ویل کیدل.(منوسمرتي، ادهیائی ۳، اشلوک ۱۶)

میړه ښځه پریښودلی شي، ګرو کولی یې شي حتا خرڅولی یې هم شي خو ښځې ته بیا داسې اختیار نه وو ورکړل شوی. په هر حالت کې به نکاح نه وروسته میرمن د تل لپاره میرمن ګڼل کیده. (منوسمرتي، باب ۹، اشلوک ۵۴)

سړی که ظالم وي، که نورو ښځو سره اړیکه لري، بد خویه وي او که نامرد وي که هر څنګه اوسي خو ښځه به یې د یوې وینځې په څير خدمت کوي. (منوسمرتي، باب ۴، اشلوک ۱۱۴)

برهمڼ کولای شي چې د څلورو طبقو نه (برهمڼ، کشتریه، ویشیا او شودر) د هرې طبقې والا ښځه په نکاح کړېي.

کشتریه له دریو طبقو (کشتریه، ویشیا او شودر) څخه کولای شي چې ښځه په نکاح کړي.

ویشیا بيا له دوو طبقو (ویشیا او شودر) څخه کولای شي چې ښځه په نکاح کړي او

شودر يوازې د خپل شودر طبقې نه ښځه په نکاح کولای شي. (منوسمرتي، باب ۳،اشلوک ۲۳)

د شودر طبقه په هندو ټولنه کې تر ټولو ټیټ او پست ګڼل کیده ځکه ورته دا حق نه وو ورکړل شوی چې د لوړې طبقې والا ښځه دې په نکاح کړي خو برعکس د لوړي طبقې والاو بیا د ټیټې طبقې ښځې په نکاح کولې.

راتلونکې برخه:

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *