طنز- موږ څنګه انقلاب وکړ؟ (درېیمه برخه)

 طنز- موږ څنګه انقلاب وکړ؟ (درېیمه برخه)

لیکنه: عزیز نسین

ژباړه: عصمت تره کی

سرهنګ ته مي وویل: ولاړ سئ او وګورئ چي ملګري څه کوي؟ ولي اړېکه نه نیسي؟

سرهنګ بس همدې خبري ته منتظر و، د برق په څېر له سټډیو ووتل، بیا د سرهنګ خبر هم را ونه رسید. دوه ساعته وروسته مي یو سرتیری پسي ورولیږل، هغه هم ولاړ بیا رانغی. زه هم وویریدم.

له ځان سره مي وویل: هسي نه چي کومه بده پیښه سوي وي او زه دلته بېغمه ناست یم، سبا مي په مفتو کې دار ته وخېژوي؟ نو زه باید تر ټولو مخکي حکومت ته خبر ورکړم، چي یوه ډله غواړي انقلاب وکړي.

په دې فکر کې وم، چي سرهنګ راغی او راته يي وویل: دا چي ملګري تللي دي او بیرته نه دي راګرځيدلي، نو داښيي چي دوۍ انقلاب کړی دی، نو تاسي هم باید میکروفون خلاص کړئ او خلکو ته اطلاع ورکړئ، چي انقلاب شوی دی او هیڅوک باید مقاومت ونکړي!

ځواب مي ورکړ: سرهنګه! د دې خبري کول په راډیو کې ډیر آسانه دي، مکر که زموږ ملګري نیول شوي وي، د دې خبري اعلان له رادیو څخه ډیره بده خبره ده. آخر له خلکو شرم دی.

سرهنګ وویل: سهار بیا خلکو ته وايو چي موږ له خوبه و!

ورته ومي ویل: لږ صبر به وکړو، که کوم خبر رانغی بیا یو څه کوو. هیڅ خبر رانغی برقونه خاموش سول، فورا دباندي ووتم، ومي کتل چي په ټول ښار کې هیڅ روښنايي نسته، نه ماشین او نه هم موټر.

د انقلاب مرکزي دفتر ته په پښو ولاړم، سرګر نه مي پوښتنه وکړه.

څه نوی خبر سته؟

ځواب يې راکړ:  که زه پوهېدای چي انقلاب دومره آسانه دی، هغه وخت چي په آردو کې سرتیری وم، لا مي انقلاب کاوو!

ومي پوښتل: نن شپه مو څه کار وکړ؟

ځواب يې راکړ: ټول مو ونیول! زموږ په شمول نن څلورو ډلو غوښتل انقلاب وکړي. خو موږ بریالي سول ، هغوۍ مو هم ونیول.

سرګر ته مي وویل: کله چي تاسو خپل کار خلاص کړ، ولي  مو موږ ته خبر رانکړ. تر څو دا خبره د رادیو په وسیله خلکو ته ورسوو؟

سرګر وویل: موږ په څه شي تاسو ته خبر درکړی وای؟ تلیفون کار نکول، نور هم داسي وسیله نه وه.

ــ تاسو باید د ټلیفون سیمکارټونه فعال ساتلي وای!

ــ موږ فعال ساتل، خو باران قطع کړو!

ښاا نو اوس څه وکړو؟ څه ډول خلک خبر کړو، چي موږ انقلاب کړی؟

سرګر وویل: زه څه پوهېږم ته د تبلیغاتو مسوول يې؟ هر څوک باید خپله دنده ترسره کړي.

ستدیو ته راغلم… تر څو دا خبره د راډیو په واسطه خلکو ته ورسوم. په لار کې له بل ملګري ښاغلي حمید سره مخ سوم. په کوڅو کې ډیر په مشکله را روان و.

ومي پوښتل: ته د کوم ځای مسوول وي. ځواب يې راکړ: ما د بانک نیولو مسوولیت مي په غاړه درلود. کله چي ور ورسیدم صندقونه خالي و او د پیسو درک نه و، ومي کتل چي نیول يې ګټه نه کوي. بیا ولاړم د پانګوني اداره مي ونیوله! هلته هم شی پيدا نسو… اوس غواړم د سازمان دفتر ته ولاړ سم، چي هلته څه خبره ده؟

حمید ولاړ او زه هم رادیو ته ننوتلم. سرهنګ چي د راډیو د حفاظت مسؤل ؤ، نه پوهیږم په کومه خوا تللی و او که خوب ورغلی و. بغیر له دې چي د را‌ډیو دروازه قلف کړي، وتلی و. په راډیو کې مي میکروفون راواخیستل او په لوړ غږ مي په خبرو پیل وکړ: « ګرانو هیوادوالو! قهرمان ملته! د یو ډله زړورو افسرانو او روښانفکره ځوانانو په مټ هیواد له هغو غلو څخه چي د دې هیواد شتمنۍ يې لوټ کړی وي، وژغورل سو»

په ډیره جذباتي انداز مي خبري کولي چي ښاغلی سرهنګ راننوتل او ويې ویل:

– هسي ځان مه ستړی کوه، نه ویني چي باران دی، دستګاه کار نه کوي، خبري نه خپریږي.

– نو څه وکړو؟ څنګه خلک خبر کړو چي موږ انقلاب کړی دی؟ که د دې هیواد هر وګړي ته لیک ولیږو چي موږ انقلاب کړی!

سرهنګ وویل: تر لیک لیږلو بیا زما په نظر ټلیفون ښه دی. . . ګوره که ستا ټلیفون کار کوي، خپلو ملګرو ته خبر ورکړه او د هغه تر څنګ ورته ووایه چي نور خلک هم خبر کړه.

ادامه لري…

تېره برخه:

دوهمه برخه

راتلونکې برخه:

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *